په پاپوا نیو ګيني کې وېرونکې زلزله او د سونامي خبرداری

په پاپوا نیو ګيني کې وېرونکې زلزله او د سونامي خبرداری

د امریکا جيولوجي سروې ویلي، د پاپوا نیو ګيني سواحلو ته نژدې د ۷،۷ درجې سخته زلزله شوې، د ارام سمندر په سیمه کې د سونامي د څارنې مرکز  تر زلزلې وروسته د سونامي د رامنځ ته کېدو خبر داری ورکړی دی.

زلزله د کوکوبو ښار په شمال ختیځ ۴۴ کيلومترۍ کې رامنځ ته شوې.

د امریکا جيولوجي سروې زیاته کړې، زلزله د ۱۰ کيلومترو په ژوروالې شوې ده.

په کوکوبو کې چارواکو ویلي، زلزله ډېره سخته او وېرونکې وه، تراوسه د زلزلې د اوښتو زیانونو په اړه څه ویل شوي نه دي.

د تېر کال په فبروري میاشت کې د ۷،۵ درجې زلزلې په پاپوا نیو ګیني کې ۱۵۰ کسان ووژل او سلګونه ودانۍ يې ویجاړي کړې.

احمد ظريف

Related posts