جون 16, 2019

اسرائیلو غزې ته دمرستي رسولو بیړۍ نیولي

اسرائیلو غزې ته دمرستي رسولو بیړۍ نیولي

اسرائیلي اشغالګرو په نړیوالو اوبو کي دازادۍ دقافلې په نوم دمرستندویو ټولنو هغه بیړۍ نیولي، چي غوښتل يې دغزې کلابندي ماته کړي او غزې ته مرستي ورسوي.

دازادۍ دقافلې دلومړۍ بیړۍ «ماریان» سره چي دسويډن بیرغ پرې رپيږي درې نوري وړې کشتۍ هم ملګرې دي.

اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی، چي دازادۍ دقافلې لومړۍ بیړۍ «ماریان» تر نیولو وروسته داسدود بندر ته رسول کیږي او درې نوري وړې کشتۍ بیرته ګرځېدلي دي.

راپورونه وايي، چي دتونس دپخواني ولسمشر محمدمنصف المرزوقي او دنړۍ دمهمو څېرو په ګډون  ۴۷ فعالان دازادۍ دغه قافله بدرګه کوي.

په فعالانو کي داسرائیلو په ولسي جرګه کي عرب استازی پاسل ګټاس هم شامل دی، چي په اسرائیلو کي يې ستر جنجال رامنځ ته کړی.

راپورونه وايي، چي اسرائیلي ځانګړي پوځیان په نړیوالو اوبو کي دازادۍ دقافلې بیړۍ ته ور وختل اودبیړۍ په سر داسرائیلو الوتکو پروازونه کول.

اسرائیلي پوځیانو بیړۍ ته له ورختلو سره سم فعالانو ته داسرائيلي رژیم  پيغام رسولی، چي غزه دنړیوالو قوانينو سره سمه کلابنده شوې ده.

اسرائیلي پوځ ویلي، چي داسدود بندر ته له رسیدلو سره سم به له فعالانوڅخه  پوښتني ګروېژني وکړي.

دغزې دکلابندي دماتولو لپاره داروپايي کمپاین یوه غړي رامی عبده ویلي، چي له تیري نیمي شپې راهیسي  ددوی دټیم اړیکه له فعالانوسره شلېدلې ده، نوموړي دسويډن له حکومته غوښتنه وکړه، چي دفعالانو دسلامتیالپاره دي ژر تر ژره اقدام وکړي.

غزه چي له ۲۰۰۷ کال راهیسي داسرائیلي اشغالګرو له لوري دغرب په مرسته کلابنده ده،د کلابندي دماتولو لپاره يې وړاندي هم هڅي شوي دي.

اسرائیلي اشغالګرو په ۲۰۱۰ کال کي په مرستو بار  دماوی مرمری په کشتیو برید وکړ، چي په ترڅ کي يې ۹ ترکیان ووژل شول، چي له امله یې دترکيې او اسرائیلو اړیکي خرابي شوې.

اسرائیلو ویلي، چي دوی به اجازه ورنه کړي، چي غزې ته دي مرستي ورسیږي.

احمدظريف

Related posts