جون 16, 2019

یمن، دتیلو په چاڼځای کي اورلګېدلی، په جګړو کي لسګونه حوثیان وژل شوي

یمن، دتیلو په چاڼځای کي اورلګېدلی، په جګړو کي لسګونه حوثیان وژل شوي

دیمن په جنوب دعدن په ښار کي حوثیانو دتیلو بندر ویشتلی، چي له امله یې دتیلو په چاڼځای کي اور لګېدلی دی.

دعدن دتیلو دچاڼځای یوه مشر ویلي، چي حوثیانو سیمه په درندو وسلو ويشتله، چي یوتوغندی په چاڼځای کي

دتيلو په ذخیره ولګیدو او له امله یې په ذخیره کي اور ولګیدو.

په نشر شویو عکسونو کي ښودل کیږي، چي له چاڼځای څخه داورلمبې اولوګي پورته کیږي، چي دعدن دښار اسمان يې نیولی دی.

دعدن چارواکو ویلي، چي  حوثیانو دقطر هیواد په هغې کشتۍ ډزي کړي، چي له جيبوتی څخه یې یمن ته مرستي رسولې، چي په پایله کي يې کشتۍ بیرته تګ ته اړ شوې او په چاڼځای کي اور لګېدلی دی.

دعدن بندر او دتیلو چاڼځای چي په البريقة سیمه کي واقع دي دولسي مقاومت دځواکونو په ولکه کي دي، په دغې سیمه کي دحوثیانو او دولسي مقاومت دځواکونو ترمنځ سختي جګړې رواني دي.

دعدن په عریش سیمه کي دولسي مقاومت ځواکونو دحوثیانو دپرمختګ مخه نیولې او دجګړې په ترڅ کي يې ۱۳ حوثیان وژلي دي، قبائلي سرچینو خبر ورکړی، چي په عدن کي دحوثیانو یوقومندان علی عبدالکریم هم وژل شوی دی.

په تعز کي هم له حوثیانو سره سختي جګړې رواني دي.

راپورونه وايي، چي  دتعز په اربعین او زنوج سیمو کي دجګړو په ترڅ کي ۷ حوثیان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي، په نښتوکي یوقبائلي وسله وال وژل شوی او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

په تعز کي طبي سرچینو خبر ورکړی، چي دجره غره په اړوند کي دجګړو په ترڅ کي لسګونه حوثیان ټپیان او وژل شوي دي.

په بیضاء ولایت کي دجګړې په ترڅ کي ۴ حوثیان وژل شوي او په ريمه ولایت کي دحوثیانو یو مهم قومندان په برید کي وژل شوی دی.

دشبوة ولایت دحبان په ولسوالۍ کي دحوثیانو او قبائلو ترمنځ په جګړو کي دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

قبائلو ویلي، چي ددوی وسله والو په ضلعة او حصاد سیمو کي پرمختګ کړی او حوثیان یې په شاتګ ته اړ کړي دي.

له بله پلوه دیمن او سعودي په پوله دحوثیانو او دسعودي دپوځ ترمنځ ددرندو وسلو ډزي تبادله کیږي.

تیره ورځ دسعودي دکورنیو چارو دوزارت ویاند ترکی الفیصل وویل، چي دحوثیانو په توغندیز برید کي دیمن پولي ته څېرمه دجازان په سیمه کي یو پوځي وژل شوی او بل ژوبل شوی دی.

  احمدظريف

Related posts