جون 16, 2019

په تایوان کي دچاودني له کبله تر۲۰۰ زیات کسان ټپیان شوي

په تایوان کي دچاودني له کبله تر۲۰۰ زیات کسان ټپیان شوي

دتايوان پلازمیني تاي پي ته څېرمه په ملاهي ښار کي دیوې چاودني په ترڅ کي چي وروسته ترې اور لګېدلی ۲۲۹ کسان ټپیان شوي او یو تن وژل شوی دی.

چارواکو ویلي، چي په ټپیانو کي د۹۷ تنو روغتیايي وضعیت چي په اور کي ډیر سوځېدلي داندېښنې وړ دی.

تایواني چارواکو ویلي، چي دغه پېښه دملاهي ښار په یوه پارک کي درنګونو دجشن په مهال چي دبېلابېلو رنګونو پوډر پکي شیندل کیدل رامنځ ته شوې ده.

په تای پي کي داطفائيې ویاند ویلي، چي چاودنه او اور دهغو څراغونو دحرارت له امله رامنځ ته شول، چي په ستيج ايښي وو.

له پيښي وروسته سیمي ته داوروژني ټيمونه رسیدلي او اور يې وژلی دی.

ویل شوي، چي دپيښي په مهال دتای پی په څنګلوري ملاهي ښار کي ۱۰۰۰ تنه نندارچیان موجود وو.

په نشر شویو ويدیوګانو کي ښودل کیږي، چي تر چاودني او اور وروسته په زیات شمېر کي خلک له سیمي دتيښتي په حال کي دي.

دنوی تای پي دښارګوټي مشر اريک شو ویلي، چي دوی له پيښي وروسته سمدستي دملاهي ښار تړلی او دپيښي په اړه یې پلټني پيل کړي دي.

احمدظريف

Related posts