جون 16, 2019

میدان وردګ، زورواکانو او چارواکو سلګونه جريبه ځمکه غصب کړې

میدان وردګ، زورواکانو او چارواکو سلګونه جريبه ځمکه غصب کړې

دکابل – کندهار لويي لاري ته څېرمه دمیدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کي سلګونه جریبه ځمکه دزورواکانو او چارواکو له لوري غصب شوې ده.

 دسیمي خلکو ویلي، چي له تیرو دوو اونیو راهیسي دسیداباد ولسوالۍ په ټوپ دښته کي دځمکو غصب پيل شوی او چارواکي او زورواکان په ځمکو دېوالونه تاووي او ځمکي غصبوي.

دسیمي اوسیدونکو ویلي، چي دځمکو په غصب کي چارواکي او زورواکان ښکېل دي، چي غواړي، دلته ښارګوټی جوړ کړي.

خلکو ویلي، چي دغه دښته څو زره جریبه ځمکه ده، چي کېدلی شي، چي په څو راتلونکو اونیو کي ټوله غصب او دېوالونه پرې راتاو کړای شي.

داپه داسي حال کي ده، چي دهیواد له بېلابېلو سیمو څخه دچارواکو او زورواکانو له لوري دځمکودغصب راپورونه ورکول کیږي.

که څه هم دهرځای خلکو دغاصبینو په ضد هر وخت خپل غږ پورته کړی، خوتراوسه دځمکو دغصب هیڅ مخنیوی نه دی شوی.

احمدظريف

Related posts