جولای 17, 2019

ستړی نه یم/ انس حقاني

ستړی نه یم/ انس حقاني

شاعر: انس حقاني

په خپلو ژمنه وفادار یمه نیمګری نه یم
زولنو زه د ژوند په خوند پوه کړمه ستړی نه یم

واه! د وصال په تکل عمر لنډوم د هجر
ژوندی ضمیر لرم، ژوندي یم، خلکو مړی نه یم

منم چې زه به د وخت تور یاغي سیلاب کې ګیر یم
لا هم د غره په څیر ولاړ یم، لا یې وړی نه یم

زه د ایمان په اور پوخ شوی فولادي ځنځیر یم
دنیا مې ځکه غوڅولی نشي پړی نه یم

شکر ښه بخت د پلار نیکه نه په میراث راپاتي
خدای مې ملګری دی هیڅ چاته یې ټیټ کړی نه یم

د آزادۍ د لیلا مینه به انس پالمه
د بې احساسه زړه سړی بې ننګ وګړی نه یم

Related posts