جولای 17, 2019

د سيګار وروستی راپور او د کابل اداري اصليت.!

د سيګار وروستی راپور او د کابل اداري اصليت.!

د ورځي خبره:

د افغانستان په اصطلاح د بيا رغونې په چارو باندې د څار امريکايي اداره (سيګار) په خپل وروستې راپور کې په ډاګه کړې چې د افغانستان د اشغال له پيله ترننه په تيرو ۱۹کلونو کې د بهرنيانو له لوري په مهمو امنيتي پريکړو کې د کابل ادارې امنيتي چارواکو ته هيڅ ونډه نه ده ورکول شوې.

يعنې د کابل ادارې لوړ پوړي چارواکي او د جګړو په ډګرکې د اولس په وړاندې جنګيدونکو عسکرو ته د اشغالګرو له لوري يوازې امرونه شوي، قومنده او نقشې ورکول شوي، په هيڅ کار او پلان کې ورسره مشوره نه ده شوې، بلکې په ټوله کې هغه پلانونه عملي شوي چې داخلي اجيرانو د اشغالګرو مرستو ته پکي اړتيا درلوده او داخلي اجيران يواځې د خپل اولس په وړاندې داجيرانو په توګه کارول شوي دي.

(سيګار) د مرستندويه ماموريت د يوه پخواني جنرال له قوله د راپور په نشرولو سره له يادو حقائقو پرده پورته کړې
همدا راز په راپورکې راغلي چې په افغانستان کې دامنيتي سکتور په برخه کې مرستې د يو هراړخيز او پايداره پلان له مخې نه ترسره کيدې او د ياد سکتور د پياوړتيا ترنامه لاندې د ۸۳ ميليارده ډالرو د ځانګړي کولو سره هيڅ داسې ادارې شتون نه درلود چې په يادو مرستو څار وکړي.

همداراز د سيګار راپور کې راغلي چې د امريکا د دفاع وزارت په پام کې لري چې د کابل اداري اجيرو مليشو ته تر۲۰۲۰م کال وروسته د الوتکو دښودنې لړۍ ودروي.
دا راپور د اسلامي امارت اوافغان مجاهد ولس هغه دريځ او موقف نور هم غښتلی او باوري کوي چې هر وخت يې په تاکيد سره ويلي اووايي چې د کابل ادارې ګوډاګی او دامریکایانو دیوې جنګي او استخباراتي پروژي رول او حیثیت لري
همدغه علت دی چې اسلامي امارت دافغانستان درواني جګړي دحل او دسولي د روان بهیر په پړاونو کې کابل اداري ته ددې حق اوارزښت نه ورکوي ترڅو ورسره مخامخ خبري اومذاکرات سرته ورسیږي
ځکه دغه اداره نه په سیاسي میدان کوم استقلال لري او نه هم په نظامي برخه کي کوم صلاحیت.
دسیګار دورستي راپور له خپریدا ورسته پکارده ترڅو دکابل مزدوره اردو او نور دولتي منسوبين داخبره درک کړي، چې دوی يوازې د نورو د ګټو لپاره قرباني کيږي او په لاس یې تنها مظلوم او بې دفاع ولس وژل کیږي
پکار ده چې دوئ نور حق تسلیم اوداسلام او ملت له ازار او مقابلي څخه ژر ترژره لاس په سر شي
په دې ډول به ، ددنیا،تاريخ او اخرت له ګرفت څخه نجات ومومي.

Related posts