جولای 17, 2019

د داعشي ملېشو  تمویل او تقویه

د داعشي ملېشو  تمویل او تقویه

د ورځي خبره:

له تېرې اونۍ  راهیسې داسلامي امارت مجاهدینو او مظلوم ولس دکنړ ولایت په بیلابیلو سیمو کې د داعشي ملېشو او فتنګرو پر ضد عملیات پیل کړي وو، په دې عملیاتو کې ګڼې سیمې د داعش له فتنې او وحشت څخه تصفیه شوې، ځیني ووژل شول، یو شمېر مجاهدینو اسیران کړل او د داعش  مهم مشران د یو شمېر وسله والو په ګډون د نورګل ولسوالۍ مزار درې کرچندو سیمې ته وتښتیدل او دشپې مهال دکابل رژیم ټوپکیانو او دیرغلګرو الوتکو همدا داعشیان له سیمې څخه پورته کړل او نجات یې ورکړ.

په کنړ کې دیرغلګرو له لوري د داعشي ملېشو دمشرانو د ژغورنې په اړه داسلامي امارت د ویندوی ښاغلي ذبیح الله مجاهد صاحب له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي:«زموږ مسلمان ملت او ټوله نړۍ باید آګاه و اوسي چې په افغانستان کې د داعش په نامه فتنه ګرې ملیشې، چې په بې رحمۍ سره ملکي خلک، علماء کرام او قومي مشران وژني او په ښارونو کې په غیر موجه ډول په مساجدو، اولسي غونډو، تجمعاتو او ملکي اهدافو باندې بې رحمانه بریدونه او چاودنې کوي، تر شا يې د امریکايي وحشي اشغالګرو لاس دی او ګام په ګام يې تمویل او حمایت کوي.»

له داعش سره داشغالګرو او کابل رژیم مرستې نوې او پټه خبره نه ده،عامو خکو له مختلفو رسنیو سره خبرو کې ویلي: کله چې دطالبانو او داعش ترمنځ جګړه وي، بهرني او حکومتي ځواکونه دطالبانو سنګرونه بمباروي او د داعش د برلاسي لپاره په همدې وخت کې پر طالبانو بریدونه کوي.

همدا راز د یرغلګر او کابل ادارې له لوري داعش ته دوسلو او مهماتو ډک موټرونه مجاهدینو نیولي او تسلیم شوو داعشیانو اعتراف کړی چې اشغالګرو او کابل رژیم  دوسلو مرستې ورسره کړې دي او په سختو حالاتو کې یې له مجاهدینو خلاص کړي دي.

تېر کال دجوزجان په درزاب کې هم یرغلګرو  ۲۵۰ داعشیانو ته هغه مهال نجات ورکړ  او په الوتکو کې یې پورته کړل چې مجاهدینو دمحاصرې کړۍ پرې تنګه کړې وه. داهسې ادعاء نه ده، بلکې کابل ادارې هم اعتراف پرې کړی او رسنیو په دې اړه راپورونه خپاره کړي دي.

یرغلګر او کابل اداره افغانستان کې د داعش دژغورنې عملیات کوي، وسلې او مهمات ورته تهیه کوي، د داعش د قوي ښودلو لپاره تبلیغات کوي. څو ورځې وړاندې د امریکا دمرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال فرنک مکنزي وویل چې افغانستان کې داعش قوي شوی او کولای شي له افغانستانه پر امریکا بریدونه وکړي!! همدا راز دې ته ورته څرګندونې ډيری امریکایي چارواکو کړې او د داعش خیالي قوت د لوی ښودلو په موخه یې ډير کمپاین کړی دی.

افغانستان کې د داعشي ملېشو د تقویې او تمویل سرچینې پټې نه دي، حتی په وار- وار یرغلګرو ته نژدې او دکابل رژیم مخکینو لوړ پوړو چاوراکو اعتراف کړی چې اشغالګر او دکابل اداره داعشي وسله وال اکمالوي، تبلیغاتي کمپاین ورته کوي او ټپیان یې په حکومتي روغتونونو کې تداوي کیږي.

Related posts