جولای 17, 2019

مذاکراتو کې کومه خبر منل شوي، او کومه نه…؟!

مذاکراتو کې کومه خبر منل شوي، او کومه نه…؟!

د ورځي خبره:

نن په کابل کې د امریکایي یرغلګرو جنګي ویاند (ډیویډبټلر)، د اسلامی امارت د سیاسی دفتر د ویاند د هغی خبري په ځواب کې چې ویلي و؛ « امریکا سره مذاکراتي پروسه کې دومره پرمختګ شوی، چې امریکا د خپلو ټولو عسکرو د ایستلو او د امارت له لوري پر تضمین باندي په مجموع کې توافق شوی»؛ توند او بې ربطه غبرګون وښود او زیاته یې کړه چې د بهرنیو ځواکونو د انخلاء په اړه د طالبانو خبره رښتیا نه ده، ده وویل: د طالبانو مشران په افغانستان کې نشته، له بهر څخه ټویټونه کوي. بټلر زیاته کړه موږ به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړو، چې سوله راشي.
یوه خبره چې څرګند حقیقت دی، ټول ملت او نړیواله میډیا ورباندي خبره ده؛ هغه دا چې د اسلامي امارت له استازو سره د امریکايي پلاوي د مذاکراتو منل شوې اجنډا دوه ټکي دا دي، (د بهرنیانو وتل او امریکا ته د افغانستان له لوري د نه تهدید تضمین.)
تېر شپږ پړاوه مجالس ترډیره پر همدې دوو مسئلو ورټول وو، مطلب دا چې دواړه طرفونه پر دې دوو مسئلو توافق لري، البته د هغوی پرڅرنګوالي، مهالویش، تخنیکي او نورو چارو باندي نهایی توافق نه دی شوی.
دا خبره نه یوازي د اسلامي امارت استاځو، بلکي په لسهاوو ځله خپله خلیلزاد او لوړ رتبه امریکایي چارواکو څرګنده کړي. دنورو موضوعاتو په اړه خپله امریکایي استاځي خلیلزاد په وار وار د کابل د تلویزونونو له لاري ویلي چې د افغانانو کورني مسایل خپله د افغانانو کار دی.
نو د دې ټولي ماجرا واضح مطلب دا شو چې په اصولي توګه امریکایانو د خپلو ځواکونو د انخلاء او طالبانو د امریکا د اندیښنو د رفع کولو د تضمین ژمنه کړې. البته پر میکانیزم یې د نهایی توافق خبره خو یوه طرف هم نه ده کړې.
ښه نو بیا د طالب ویاند له لوري د دغي مسئلې د وضاحت په مقابل کې یوځل خلیلزاد او بیا یې په کابل کې جنګي جنرال توند غبرګون وښود؛؟ د دې خو مانا دا شوه چې امریکايي پلاوی په مذاکراتو کې په خپلو ژمنو باور نه لري ، کومه اجنډا چې یې د بحث لپاره له لومړي سره تأیید کړې؛ پري ولاړ نه دي ؟!
مطلب یې دا شو چې له دوی سره اصلاً، د افغانستان د شل کلن اشغال د پای ته رسولو او دلته د دوی له لاسه د وینو درولو فکر ورسره نشته.
او یا دا چي دوی د خپلو ګوډاګیانو د تسلي لپاره دا ډول غبرګونونه ښيي چې هغه هم ګویا پر دروغو بنا دي، ځکه هغوی ته وایی چې تاسو بمبارونه، افغان وژنه، او وحشت ونه دروئ، زموږ ډالر او زموږ وسلې او زموږ مرمۍ به له تاسو سره وي. که داسي وي نو آیا په دې شکل ستونزه نوره هم پسي غټیږي او که حل کیږي.؟!
بله دا چې د ناټو دغه چارواکي، (ډیو بټلر) د سهیل شاهین د خبري په ځواب کې یوه بې ربطه خبره دا وکړه چې وایی د طالبانو مشران په افغانستان کې نشته، له بهره ټویټونه کوي، دلته عام کشران افغانان د وژلو لپاره را لیږي.
که چیري رښتیا دغسي وي چې طالب قومندانان مشران او کشران په افغانستان کې نه وي او له بهره راځي نو بیا دا یرغلګر او د هغوی مزدور ګوډاګیان دا هره شپه او ورځ ولي د عامو خلکو پر کورونو بمبارونه او چاپي وهي او اعلانونه کوي چې نن مو دومره طالب قومندانان او کشران له منځه یو وړل، دومره مو ونیول، دلته او هلته مو د طالبانو مرکزونه ویجاړ کړل،؟!
او که دا سوال تري وشي چي د امارت د هلمند،کندوز او بغلان واليان او نور مشران په بهر کي شهیدان شول که په یادو ولایاتو کی نو بیا به یې ځواب څه وي؟
آیا دا متضادي خبري نه دي؟! او آیا دا د سولې له خبرو اترو سره کوم ربط لري؟! د ناټو دغه جګړه مار وویل، موږ به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړو، چې سوله راشي. دا خبر په داسي وخت کې کوي چې تر دې څو ورځي وړاندي د غبرګولي پر۲۱مه، دغه جنرال خپله وویل چې افغانان په کلي ډول د بهرنیانو د شتون مخالف دي.
ښه نو چې تاسو خپله هم اعتراف کوئ چې افغان ولس مو نه غواړي، تاسو بیا ولي په وچ زور او ظلم خپل وحشیانه اشغال ته دوام ورکوئ،؟! آیا تاسو د یوې وړې مفسدې مزدوري ډلګۍ په خاطر د ټول افغان ولس په برخلیک لوبي کوئ او که مو حواس بایللي دي؟
بهرني یرغلګر باید په دې ښه پوه شي چې افغانستان هیڅکله ستاسو نه دی، تاسو به زموږ له هیواده هرو مرو وزئ، دلته ترتاسو مخکي هم ډېرو امپراتورانو د یوڅو کورنیو ګوډاګیانو په ملاتړ د زورازمايي هڅه کړي، خو د افغان مجاهد ولس د توري او تکبیر په وړاندي یې د ځان ټینګولو توان نه دی موندلی.
ډیویډبټلر او نور جنرالان دي له خپلو ضداونقیض څرګندونو څخه ډډه وکړي او د افغان ولس په برخلیک دې لوبي نه کوي.

پای…………!

Related posts