جولای 17, 2019

فارياب : جمعه بازارکې ګډ دښمن دعملیاتو په مهال ۶ کورونه تخریب ۴ تنه کلیوال شهیدان ۲۲ نور یې زخمیان  اوګڼ قیمتي توکي یې غلاکړي

فارياب : جمعه بازارکې ګډ دښمن دعملیاتو په مهال ۶ کورونه تخریب ۴ تنه کلیوال شهیدان ۲۲ نور یې زخمیان  اوګڼ قیمتي توکي یې غلاکړي

دفاریاب ولایت دجمعه بازار ولسوالۍ مربوطاتو ته  دهمدي ولایت له مرکز میمنې ښار نه یرغلګر اوورسره ګڼ شمېر مزدور عسکر دعملیاتو لپاره راغلي ؤ

دښمن په سیمه کې په ملکي خلکو دوحشتونوسلسله پیل کړه چې تر وړمې شپې پوري یې دوام وکړ

په  دې ۲ ورځنیو عملیاتو کې ګډ دښمن دملکي خلکو ۶ کورونه  تخریب کړي  دښځو په شمول یې ۴ تنه کلیوال شهیدان کړي او دښځو اوماشومانو په شمول یې  ۲۲ تنه نور زخمیان کړي دي

په دې سربیره  یې له کورونو نه  دتلاشۍ په مهال ګڼ شمېر قیمتي توکي اونغدي پیسي وړي دي

داچې دښمن ادعاء کړي چې  په سیمه کې یې مجاهدین ځپلي هیڅ حقیقت نه لري  ، دښمن له ولسي خلکو پرته  مجاهدینوته  هیڅ زیان  نه  دی اوښتی

2019/6/19

 

Related posts