جولای 17, 2019

پروان، سیاه ګرد ولسوالۍ کې د قرآن کریم د ترجمې اختتامیه غونډه وشوه(انځوریز)

پروان، سیاه ګرد ولسوالۍ کې د قرآن کریم د ترجمې اختتامیه غونډه وشوه(انځوریز)

د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ په يخدره کې د قرآن کریم د ترجمې اختتامیه غونډه ترسره شوه.

دغه غونډه د غبرګولي یا جوزا پر ۲۴  نيټه چې د شوال د میاشتې له ۱۲ مې نېټې سره سمون خوري، ديخدرې په عالي لیسه کې د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې د شاوخوا سیمو علماء کرامو، قومي مخورو او د ښوونيزو ادارو استاذانو او مسؤلینو پراخ ګډون درلود.

د پروان ولایت د تعلیم او تربيې رياست په لارښوونه په ياده لیسه کې د ځوان نسل د اسلامي روزنې، هغوی ته د اسلامي فکر ورکولو او د ځوان کهول د سالمې فکري پوهنې او تنویر لپاره د یو تن جید عالم له لوري د قرآن کریم ترجمه پیل شوې وه چې  د الله جل جلاله په فضل سره د څلورو میاشتو په اوږدو کې پای ته ورسېده.

د راپور پر بنسټ، په یاده لیسه کې (۲۵) تنو استاذانو او (۸۰۴) تنو زده کونکو په دغه ترجمه کې په منظم ډول برخه اخیستې ده.

غونډه چې د پروان ولایت د ښوونې او روزنې ریاست په زیار او ابتکار جوړه شوې وه، د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې پر سیمه ییزو مسؤلینو سر بېره د همدې ولایت لپاره د دعوت ارشاد او جلب جذب رئیس، د عشر او زکات د ادارې مسؤل او د ګڼ شمير نورو ملکي کمیسیونونو منسوبین رابلل شوي وو چې په خپل وار سره هر  یوه يې په زړه پورې ویناوې وکړې.

ویناوالو د سالمې روزنې، رشد او ارتقاء، په منظم ډول د استاذانو او زده کونکو د سوبتیا او همدا راز د موجوده فتنو د دفع کولو، د کفري استعمار او د  ډيمکراټيکي او سیکولریستي نظریو پر وړاندې د ټينګې مبارزې ددوام په اړه ځانګړې سپارتنې وکړې.

همداراز د دعوت ارشاد رئیس د کابل دګوډاګۍ ادارې په لیکو کې غولیدلو هیوادوالو ته بلنه ورکړه چې له دې غلامې ادارې راووځي، نوموړي د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په اړه ټینګار وکړ او په ځانګړې توګه د ښوونيزو ادارو مسؤلين يې متوجه کړل چې دغه رسالت په ښه توګه اداء کړي.

غوڼده چې سهار د قرآنکريم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوې وه، د دعا په ترسره کولو سره پای ته ورسېده.

17/6/2019

 

 

Related posts