جولای 17, 2019

نړۍ او سیمه ولې د اسلامي امارت له سیاسي مسیر او رڼې تګلارې استقبال کوي ؟

نړۍ او سیمه ولې د اسلامي امارت له سیاسي مسیر او رڼې تګلارې استقبال کوي ؟

د ورځي خبره:
تېره ورځ دکرغیزستان هېواد په پلازمېنه بیشکیک کې د شانګهای په غونډه کې دکابل رژیم بې توازنه او بیم زده ولسمشر (اشرف غني) په ډیرې سپین سترګۍ سره وويل ؛ چې د سيمې او نړۍ یو شمېر هېوادونه دې له طالبانو سره سیاسي روابط او دیپلوماتیک تماسونه تم او قطع کړي .
د نوموړي په فکر له دغو تماسونو او اړیکو څخه طالبان نور قوت اخلي او په اسانۍ سره نه چمتو کیږي چې د کابل له شړیدلي او مخ پرزوال رژیم سره مخامخ خبرو ته کیني !!
په دې کې هېڅ شک نشته چې له اسلامي امارت سره نړۍ په تماس کې ده او له یوې ورځې بلې ته سیمه د حقایقو په درک کولو سره دېته تیاری ښيي ؛ چې د افغانستان د روانې جګړې د خاتمې او د یوه سولئیز ماحول د رامنځته کیدو په رابطه د اسلامي امارت منطقي موقف ته غوږ کیږدي .
دماسکو وروستۍ ناسته او هلته د امارت د لوړ پوړي سیاسي پلاوي ګډون ،د روسیې له جګپوړو مقاماتو سره منتجو مذاکراتو او له هغې نه وروسته ځینو نورو هیوادونوته په رسمي دعوت د اسلامي امارت د پلاوو د تګ راپورونو د کابل په منفور او کینه ګر رژیم باندې زلزلې راوستي ، او تر دې کچي يې ځورولي او وارپاریې ورڅخه خطا کړی چې اوس د سيمې هر هېواد ته په اوونۍ کې حتما یو پلاوی ليږي ، ترڅو د اسلامي امارت د مقبولیت او موثریت مخه ډب کړي .
خو دا کرغېړن او له حسد ډک عمل به دوي ته پرته له ذلت او رسوایۍ نوره هېڅ ګټه ونکړي ، ځکه چې اوس ( ورخ اوبو وړی دی ) سیمه او نړۍ په دې حقیقت پوه شوې ؛ چې دکابل ګوډاګي رژیم په تېرو ۱۸ کلونو کې دامریکا له ټول ملاتړ سره سره یوازې په کابل ښار کې چې د هېواد پلازمېنه ده ، بدامني يې پکې ختمه نشوه کړای ، یوه نسبي اداره او ثبات یې پکې رانه ووست او نه یې ځان په افغانانو ومنلی شو ؛ نو له دې ورسته خو په هیڅ بیه ممکنه نده چې دغه منفور او مفسد رژیم دې نړۍ او افغانانو ته کوم ارزښت او حیثیت ولري .
له همدې امله اوس نړۍ او دسیمي موثر هېوادونه په اګاهانه او شعوري ډول د افغانستان نجات او د منطقي او نړۍ امن او خوندیتوب په دې کې ويني ؛ چې د اسلامي امارت سره تاوده روابط او ټېنګې اړیکې ولري .
او لله الحمد اوس د نړۍ او ځواکمنو هېوادونو له لوري له اسلامي امارت سره د اړیکو ټینګولو بهیر دومره تود او پراخه شوی ؛ که چیرې اشرف غني او دارو دسته یې تردې څو برابره نور هم پوچو تبليغاتو او بې اساسه نارو ته زور ورکړي څوک ورته غوږ ایښودو ته ندي تیار اونه به د اسلامي امارت په باب د نړيوالو ذهنيت او درک ته کوم خلل وارد کړای شي .
ان شاءلله

Related posts