جون 20, 2019

د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د دستار فضیلت په ویاړ غونډه وشوه

د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د دستار فضیلت په ویاړ غونډه وشوه

د لغمان  ولایت د الینګار  ولسوالۍ د دزمرګی خیلو د سیمې په جامعه تحسین القرآن والسنة  کې شانداره علمي او روحاني غونډه تر سره شوه.

غونډه سهار مهال د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

غونډې ته له شاوخوا سیمو او ولسوالیو  ګڼ علماء کرام راغلي وو، همدارنګه د سیمې قومي مخورو او عامو هیوادوالو پراخ حضور پکې درلود.

د غونډې برخوالو ته ویناوالو ارزښتناکې او په زړه پورې ویناوې واورولې او له مدارسو سره یې د دوی مینه او په دې برخه کې یې د دوی مرستې وستایلې او نور یې هم په دې علمي ډګر کې خدمت ته را وبلل.

د یادونې وړه ده، یاده غونډه د قرآنکریم د ترجمې او تفسیر او همدارنګه د فضیلت د پګړۍ تړلو په ویاړ جوړه شوې وه.

د غونډې په پای کې د قرآنکریم د ناظرې زده کونکو ته په همدې ویاړ پګړۍ ور پر سر شوې او دا پرتمینه غونډه په دعا سره پای ته ورسېده.

۱۴۴۰/ ۱۰/ ۱۰ هـ ق

13/6/2019 م

Related posts