جون 20, 2019

اسرائیلي اشغالګرو پر غزې هوايي بریدونه کړي

اسرائیلي اشغالګرو پر غزې هوايي بریدونه کړي

د اسرائیل جنګي الوتکې نن سهار د غزې په کرم ابو معمر سیمه هوايي بریدونه ترسره کړي چې د مرګ ژوبلې راپور یې نه دی ورکړل شوی.

فلسطیني رسنۍ وايي، اسرائیلۍ الوتکې دوه توغندي پر کرنيزې ځمکې ويشتلي چې دوه ژورې کندې يې ايستلې او د پيښي سیمې ته نژدې خلکو ته يې مالي زیانونه اړولي دي.

همداراز اسرائيلي اشغالګرو د خان یونس پر ختیځ د توپونو ډزې هم کړې دي.

د اشغالګرو ددې بریدونو په اړه فلسطیني مقاومت تراوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

اسرائیلي اشغالګر پوځ ویلي، تېره شپه له غزې څخه یو توغندی پر اشکول یهودي مېشت ځای وويشتل شو چې د دوی دادعا له مخې، د اسرائیلو د توغندیو ضد سیسټم يې مخه ونیوله.

له غزې دا توغنديز برید څو ساعته وروسته تر هغه ترسره شو چې اسرائيلي پوځ  د کب نيونکو پر مخ د غزې سمندري ساحه وتړله.

احمد ظريف

Related posts