جون 20, 2019

کاپیسا: تګاب کې ۲ اربکیان له مجاهدینو سره یوځای شول

کاپیسا: تګاب کې ۲ اربکیان له مجاهدینو سره یوځای شول

تېره ورځ ماسپښین ۲بجې د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد کمیسیون د مسؤلینو په هڅو او د سیمې د مجاهدینو په همکارۍ د کاپیسا ولایت، تګاب ولسوالۍ اړوند، ناوې سیمه کې دوه تنه اربکیان له مجاهدینو سره یو ځای شول، دوی خپلې وسلې هم له ځان سره راوړې او مجاهدینو ته سپارلې دي، تسلیم شوو کسانو ژمنه کړې چې په خپله وعده به تر اخیره وفا کوي او بیا به کله هم د امریکایي رژیم د ګټو لپاره ټوپک نه په اوږه کوي.

2019/6/12

Related posts