جون 20, 2019

د غور ولایت چارسده ولسوالۍ کې د يوې دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل  شوه 

د غور ولایت چارسده ولسوالۍ کې د يوې دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل  شوه 

تیره ورځ د غور ولایت د چارسدې ولسوالۍ اړوند دملمینج په سیمه کې د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې د  سیمه يیزو مسوولینو په زیار او د ولسي خلکو په مرسته  د يوې دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د( احسن العلوم )په نامه ددې مدرسې د تاسيس مراسم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره  پیل شول او د دعا په غوښتلو سره پای ته ورسېدل.

سه شنبه (۸ دشوال المکرم ۱۴۴۰) ه ق   ۱۲/۶/۲۰۱۹ م

Related posts