جون 20, 2019

غزنی: ګیرو کې اربکی قومندان تسلیم، رینجر او وسلې مجاهدینو ته وسپارلې

غزنی: ګیرو کې اربکی قومندان تسلیم، رینجر او وسلې مجاهدینو ته وسپارلې

له مجاهدینو سره د پیوستون په دوام تیره ورځ د جلب او جذب کمیسیون د مسؤلینو په هڅو او د سیمې د مجاهدینو په همکارۍ  د غزني ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې د نواب خان ولد دوست محمد په نوم د پکتیکا ولایت، یوسف خیل ولسوالۍ اړوند میست کلي اوسیدونکی ۱تن مهم اربکی قومندان د مزدور رژیم له صف څخه را بیل او مجاهدینو سره یو ځای شو.

نوموړي له ځان سره ۱ رینجر موټر، ۱ پیکا ماشندار، ۱ میل کلاشنکوف، ۱ نارنجک او یو شمېر نظامي توکي هم راوړي او مجاهدینو ته سپارلي دي. مجاهدینو هم د تل په څېر د قومندان د تسلیمۍ تود هرکلی کړی دی.

2019/6/12

Related posts