جون 16, 2019

لوګر: محمداغه کې ۳ رینجر تخریب، ګڼ شمېر ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

لوګر: محمداغه کې ۳ رینجر تخریب، ګڼ شمېر ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

تېره ورځ مازدیګر ۵ بجې مجاهدینو د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ اړوند مومندانو سیمه کې د مزدوري اردو په اکمالاتي کاروان باندې  برید ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې د مزدور دښمن  ۳ رینجر موټر ویجاړ او ګڼ شمېر مزدور عسکر مړه او ژوبل شول، چې لا تر اوسه یې د کره شمېر په اړه دقیق معلومات ندي ترلاسه شوي.

له بلې خوا وړمه شپه ماښام د مرکز اړوند، راه خوشي سیمه کې په موټر سایکل سپرو سینګوریانو د ماین چاودنه وشوه، چې له امله یې ۲ سنګوریان ځای پر ځای ووزل شول.

2019/6/12

Related posts