جون 20, 2019

په ۲۴ ساعته عملیاتو کې د دښمن ۱۴۲ تنه عسکر وژل شوي او ټپیان دي، ۱ ولسوالۍ او ۵ پوستې فتحه شوې

په ۲۴ ساعته عملیاتو کې د دښمن ۱۴۲ تنه عسکر وژل شوي او ټپیان دي، ۱ ولسوالۍ او ۵ پوستې فتحه شوې

د الفتح عملیاتو په ګړندي بهیر کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په ۱۹ ولایاتو کې په دښمن باندې ټولټال ۳۸ لوی او کوچني بریدونه ترسره شول.
یاد عملیات په کابل، پکتیا، خوست، میدان وردګو، غزني، پروان، کندز، کاپیسا، لوګر، بلخ، لغمان، هلمند، زابل، نیمروز، فاریاب، فراه، بادغیس، هرات او کندهار کې ترسره شول چې دښمن ته يې د سر او مال درانه زیانونه واړول.
د عملیاتو په ترڅ کې د ۲ قومندانانو په ګډون د مزدور دښمن ۷۸ تنه عسکر، پولیس او اربکیان ووژل شول، ۶۴ تنه نور ټپیان شول.
همدا ډول ۲۵ تنه عسکر او اربکیان د حقائقو په درک کولو سره له مجاهدینو سره یوځای شول چې اکثرو يې وسلې هم راوړې دي.
په جګړو کې له دښمن څخه د زابل ولایت دایچوپان ولسوالۍ او ۵ پوستې فتحه شوې، د عملیاتو په ترڅ کې د دښمن ۱۰ ټانکونه او رینجر موټر له منځه وړل شوي، ۲۰ میله سپکه او درنه وسله نیول شوې ده.
د عملیاتو په ضمن کې د بلخ په دولت شاه او نهرشاهي ولسوالیو کې ۳۲ لوی او واړه کلي او په کندز کې ۴ لوی کلي د دښمن له شتون څخه په ټولیزه توګه تصفیه شوي دي.
په متقابلو ډزو او جګړو کې زموږ ۶ تنه مجاهدین شهیدان شوي او ۱۶ تنه نور ټپيان شوي دي. تقبلهم الله

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۸/۱۰/۱۴۴۰هـ ق
۲۱/۳/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/6/11م

Related posts