جون 16, 2019

د افغان اولس اختر چا په ماتم بدل کړ؟

د افغان اولس اختر چا په ماتم بدل کړ؟

د اونۍ تبصره : 
کوچنی اختر یا عید الفطر د ټول اسلامي امت هغه متبرک او سپیڅلی د خوښیو جشن دی چې د رمضان المبارک میاشتې له روژو نیولو وروسته یې الله تعالی د خپل خاص انعام له مخې پر مسلمانانو لوروي. مسلمانان په دې ورځو کې د ځان او نورو د خوښ ساتلو هڅه کوي. د اختر ځانګړي عبادات ترسره کوي، یو د بل د حال پوښتنې او مبارکۍ ته ورځي،او د عاطفې، صله رحمۍ او شفقت غوندې په سترو اعمالو او عالي اخلاقو دا مبارکه ورځ لمانځي.
د افغانستان مظلوم اولس چې له تیرو څو لسیزو راهیسې له اضطراب او جنګي حالاتو سره مخامخ دی، د کال ډیرې ورځې یې له غم او ماتم سره تیریږي. د اختر په شان د خوښیو مناسبت د افغان اولس لپاره ځکه ځانګړی اهمیت لري چې په دې ورځ لږ تر لږه د خپګان په ځای د خوښۍ احساس کولای شي. ماشومان، تورسرې او ځوانان د اختر له رنګینیو خوند اخلي، یو د بل پوښتنې ته ورځي او په ځانګړو مراسمو سره د خوښۍ دا فرصت لمانځي.
خو سږ کال زموږ د دین او اولس دښمنانو زموږ په بیچاره هیوادوالو د اختر د ورځو لنډمهالې خوښۍ هم ونه لوریدې. د اختر شپې په ماښام یوې امریکایي بې پيلوټه الوتکې د پکتیکا ولایت په چاربران ولسوالۍ کې د ولسي وګړو د سپارلۍ موټر په نښه کړ، چې په برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اوه تنه ولسي وګړي شهیدان شول. په همدې شپه داخلي او خارجي قاتلو ځواکونو د غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ پر بازار چاپه ووهله. د بازار د خلکو ۱۳ عرادې موټر او موټر سایکل یې وسوځول. ګڼ دوکانونه یي تخریب کړل او هغه ولسي وګړي چې د اختریزو جامو د اخیستلو لپاره بازار ته راغلي وو له وهلو ټکولو وروسته یې له بازاره تيښتې ته اړ کړل.
د اختر د شپې په شان د اختر لومړۍ ورځ هم د امریکایي او داخلي ګوډاګیانو د وحشت شاهد وه، د اختر په لومړۍ ورځ د پکتیکا د چارباران ولسوالۍ د علیزو او داود خیلو په کليو کې امریکایي ډرون الوتکو هغه ولسي وګړي بمبار کړل چې د اختر له لمانځه بیرته کورونو ته ستنیدل. په دې بمبار کې ۸ تنه ولسي وګړي په شهادت ورسیدل. د اختر په دوهمه شپه داخلي او خارجي ځواکونو د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ د چاني خیلو په سیمه عملیات ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې د پلار او دوو زامنو په ګډون لس تنه وګړي په شهادت ورسول. څو تنه یې د بندیانو په حیث له ځان سره بوتلل او په سیمه کې یې د یوه ښارګوټي لسګونه دوکانونه تخریب کړل. د پکتیکا او میدان وردګ د وحشیانه عملیاتو په شان د دښمن ځواکونو د اختر په ورځو کې د هیواد په نورو سیمو کې هم دغه وړ ظالمانه بریدونه ترسره کړل چې په نتیجه کې یې تر ۳۰ ولسي وګړي شهیدان، ګڼ نور ټپیان او عامه خلکو ته درانه مالي زیانونه هم واوښتل.
د اختر د خوښیو په ورځو کې د اشغالګرو او ګوډاګیانو دې بریدونو ثابته کړه، چې دغه ځواکونه هیڅ دیني، انساني او قانوني اصولو ته ځان مسؤل نه ګڼي. د افغان اولس ارزښتونه ورته هیڅ اهمیت نه لري. د ولس سوکالي، ارامي او سوله یوازې د شعار په حیث کاروي. او په عملي میدان کې حتی د اختر په مبارکه ورځ هم له اولس څخه خوښۍ تروړي او د خوشالۍ ورځې یې په غمیزو او ماتم بدلوي.
د افغانستان اسلامي امارت چې د اختر په مبارکو ورځو کې یې خپل اولس ته د خوښۍ او اطمینان ټول شرایط مهیا کړي وو، او نهایي هڅه یې دا وه چې افغان کړیدلی اولس دغه مبارکې ورځې په ښه شان ولمانځي. په اختر کې ترسره شوي جنایات د بزدله دښمن د وحشت او قساوت یوه ښکاره بیلګه او نه بښل کیدونکی جرم ګڼي. په افغان اولس اونړیوالو غږ کوي چې د دښمن د سولې او اوربند په تشو شعارونو دې نه خطا کیږي بلکې په عمل کې دې وګوري چې بې رحمه اشغالګر او ګوډاګیان تر کومه حده د افغان اولس د خوښیو، سولې او استقرار دښمنان دي.

Related posts