جون 16, 2019

پروان: بګرام کې د اشغالګرو په نظامي اډه توغندیز برید وشو

پروان: بګرام کې د اشغالګرو په نظامي اډه توغندیز برید وشو

تېره  ورځ ۱۲ بجې مجاهدینو د پروان ولايت، بګرام ولسوالۍ کې د اشغالګرو امريکايانو په ستر نظامي مرکز( بګرام هوايي اډه) باندې توغندیز برید وکړ، له سیمې د ترلاسه شوي راپور له مخې توغندي د دښمن په مرکز کې دننه په ټاکلي هدف لګېدلي، د دښمن ځاله یې لړزولې او په اډه کې دننه یې اشغالګر دښمن ته دروند ځاني او مالي زیان اړولی دی.

خو د پخوا په څېر دښمن بیا هم د خپلې مرګ ژوبلې په ډاګیزه کولو چپه خوله پاته شوی او لا تر اوسه یې د شمېر په اړه دقیق معلومات ندي ترلاسه شوي.

2019/6/10

Related posts