جون 16, 2019

د ملکي تلفاتو په برخه کې د یوناما د ادعاوو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د ملکي تلفاتو په برخه کې د یوناما د ادعاوو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

په کابل کې د یوناما له دفتر څخه اعلامیه خپره شوې چې په کې په مبهم ډول ويل شوي چې د روژې په میاشت کې د اشغال د مخالفینو لخوا په کابل کې تر سلو پورې ملکي خلک وژل شوي.
اسلامي امارت د هغو بریدونو مسئول ده، ځواب او توجیه يې لري چې پخپله يې تر سره کړي او مسئولیت يې هم منلی.
هغه بریدونه چې د داعش یا نورو نامعلومه کړیو لخوا ترسره کیږي، هغه هم د مخالفینو په نامه د اسلامي امارت مجاهدینو ته یو ډول منسوب ښودل د یوناما لخوا هغه حرکت دی چې غواړي د اسلامي امارت د مجاهدینو په خلاف توطئه وکړي.
موږ په کراتو له یوناما او نورو بشری نهادونو څخه غوښتي چې که دوی واقعا د انسانانو له ژوند سره دلچسپي لري، د جنایاتو په اړه د مسئولیت احساس کوي او پرې خفه کیږي، د مبهمو تورونو او یوطرفه قضاوتونو پرځای دې په واضح ډول واقعي جنایت کاران او هغوی چې د انسانانو په سر هره میاشت په زرګونه ټنه باروت اوروي وغندي او په وړاندې دې يې ښکاره موقف ونیسي.
د روژې په میاشت کې د کابل په ګډون په ټول هیواد کې د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا داسې برید نه دی شوی چې هلته دې ملکي خلک په نښه شوي وي.
د امریکايي اشغالګرو لخوا هغه مدارس، ديني مراکز او مساجد بمباريږی چې مجاهدینو په کې صرف لمونځ کړی وی.
هغه خلک وژل کیږي یا بندیانیږي چې مجاهدینو ته يې یوه ګوله ډوډۍ اویا یوګیلاس سړې اوبه ورکړې وي.
هغه کلینیکونه او صحي مراکز بمباریږي یا چاپې پرې وهل کیږي چې د کوم ټپي مجاهد ابتدايي پانسمان په کې شوې وي، هغه بازار نړیږي او اموال يې لوټيږي چې مجاهدینو په کې د اړتیا وړ توکي را نیولي وي.
د اسلامي امارت مجاهدین هم حق لري هغه امریکايي بنسټونه چې مخامخ د اشغال په خدمت او غزولو بوخت دي، تر نظامي هدف لاندې ونیسیي؟
د یوناما لخوا دا ډول شبکې ملکي بلل او په عین حال کې په افغان مظلوم او بې دفاع اولس په ورځ کې سلګونه بمونه اورولو د ښځو او ماشومانو په وژلو سترګې پټول، بیا هم دا خبره ثابتوي چې یوناما د امریکايي سفارت په خوله غږیږي او د هغوی د مزاج خبرې کوي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۷/۱۰/۱۴۴۰هـ ق
۲۰/۳/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/6/10م

Related posts