جون 16, 2019

دکابل رژیم مامورین او عسکر دې له زريني موقع ګټه پورته کړي …!

دکابل رژیم مامورین او عسکر دې له زريني موقع ګټه پورته کړي …!

دورځې خبره:
دا يو څرګند حقيقت دی، چې د کافرانو په دوستي اوغلامی کې عزت او ګټه نشته، بلکې نتیجه يې سراسر بې عزتي، رسوایي او سپکاوی دی، له اخروي مؤاخذې سربيره ملت او تاريخ هم د اشغالګرو کافرانو ملګري او د هغوی د ګټو له پاره کاروکونکي نه دي بښلي.
خو داشغالګرو پر وړاندې مبارزه کوونکي یې د ديني او ملي ارزښتونو ساتونکي، مجاهدين،غازیان او اتلان ياد کړي.

اوس هم چې پر ګران هيواد د امريکا± ناټو لخوا د ناروا يرغل نژدې دوه لسيزي پوره کيږي او د ټولو عصري او پرمختلو وسايلو او ملياردونو ډالرو مصرفولو سره سره اشغالګر د ماتې په درشل ولاړ دي، تاريخ او ملت دا هر څه له نژدې څاري، اتلان له غلامانو او د ديني او ملي ارزښتونو ساتونکي د ملي ګټو له پلورونکو بېلوي.

اسلامي امارت په نظامي او سیاسي برخو کې له پراخو لاسته راوړنو سره سره، د اشغالګرو د ګټو او د هغوی د اهدافو د تحقق لپاره جنګېدونکو عسکرو او دکابل دحلقه بګوش رژیم په مامورينو باندي هم زړه سوی لري باور لري چې کاشکي دوئ دپردیو دګټو اومصالحو ګډوري او قربانیان نه وای جوړشوي.

په همدې اساس د افغانستان د اسلامي امارت د دعوت ارشاد جلب جذب کميسيون په خپل تازه پيغام کې د اشغال ټولو همکارو دکابل حکومتي کارمندانو، په ځانګړي ډول دنامنهاده اردو عسکرو ته يو ځل بیا بلنه ورکړې چې د اشغالګرو څنګ پرېږدي
اسلامي امارت هغوئ ته ډاډ ورکوي چې ددوئ سراو مال به په امن او کولای شي خپل ژوند په ارامي تیر کړي .

د پيغام په يوه برخه کې راغلي:
“امریکایان که څه هم په دې لټه کې دي چې  له افغانستان څخه خپلې قواوي وباسي ؛ ولې ترڅنګ یې هڅه کوي چې خپله دغه شکست خورده او رسوا جګړه افغانانو ته په میراث پریږدي او نوره یې اوږده کړي.

له همدې امله دکابل رژیم په صف کې ولاړو افرادو ، منسوبینو ، لوړپوړو او ټیټ پوړو مامورینو او په خاص ډول داردو او امنیتي دوائرو په لیکو کې ولاړو عسکرو ته اسلامي امارت  اعلانوي  چې يرغلګر اوستاسي باداران امریکایان له افغانستان څخه د وتلو په حال کې دي ؛ پکار ده  چې نور دهغوئ د شومو پلانونو لپاره  له ځان څخه دسون توکي جوړ نکړي  په ځان رحم وکړي ، حقائق درک کړي او ژرترژره  دکفر او ګمراهي له صف څخه جلا او داسلامي امارت حقپالونکي اونجات بښونکي غېږي ته پناه راوړي په دې سره د دنيا اواخرت ښیګڼي وګټي اوخپل سر او مالونه محفوظ کړی.

اسلامي امارت خپله غېږه د ټولو هغو افغانانو لپاره خلاصه کړې چې په يو ډول نه يو ډول د کابل د ګوډاګۍ ادارې په ليکو کې کار کوي چې خپل ژوند وژغوري لومړی خو له يرغلګرو سره په خپلو پخوانيو همکاريو پښېمانه او الله جل ته توبه وباسي او بيا عملا هم د يرغلګرو او د هغوی د غلامانو (ګوډاګۍ ادارې ) له ليکو څخه جلا شي او خپله مرسته ورسره پای ته ورسوي او دا ژمنه وکړي چې نور به له هغوی سره کارنه کوي.
داسلامي امارت ددعوت ارشاد، جلب اوجذب کمیسیون ورستي اعلامیه په رښتياهم دکابل اداري دمنسبوبینو او عسکرو لپاره یو ښه او بهترین چانس دی، هسي هم ددوئ باداران دتیښتي او فرار په حالت کې دي که ددوئ داخيال وي چې امریکایان او اروپايان به دوئ له ځانو سره بوزی او یابه پناه ورکړي داهم یو پوچ او باطل خوب او خیال دي امریکایانو او غربیانو دغسي وفاداري له خپلو غلامانو سره دتاریخ په اوږدو کې نده کړي
نو ښه به داوي چې دکابل رژیم مامورين او عسکر سر له اوسه داسلامي امارت پرانيستي غیږي ته پناه وروړي او له زريني موقع څخه استفاده وکړي
والسلام علی من التبع الهدی

Related posts