جون 16, 2019

عمـــــــري ځـــــــــــواک(۲)، د الاماره سټوډيو په زړه پوري اصدار نشر شو

عمـــــــري ځـــــــــــواک(۲)، د الاماره سټوډيو په زړه پوري اصدار نشر شو

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمېسیون د سمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټوډیو د (عمري ځواک(۲)) په نوم(۱۰۰) شمېره اصدار چي په زړه پوري ترتیب ووډل شوی او په معیاري ګرافیک ډیزاین شوی دی نشر کړ.
دغه اصدار چي شاوخوا(۳۵) دقیقې کیږي، د هیواد په ګوټ ګوټ کې د اسلامي امارت معسکراتو ته ځانګړی شوی دی.
عمري ځواک اصدار د قرآن کریم په څو مبارکو آیاتونو پیلیږي، ورپسې د ټولي ویډیو څخه څو څو لنډي صحنې د معمول سره سم د لنډیز په ډول له یوې خوږې او حماسي تراني سره یوځای راوړل شوي دي.
همداراز تر دې وروسته یوه لنډه مقدمه (چي د اعداد د اهمیت په اړه پکې هر اړخیز معلومات راټول شوي) د مجاهدینو د تدریب له ويډيويي صحنو سره یوځای اورېدل کیږي.
تر دې وروسته اصدار کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د اسلامي امارت په معسکراتو کې مجاهدین د فکري، بدني او نظامي روزني په حالت کې لیدل کیږي چي په خورا ښه کیفیت سره خپلي جهادي زده کړي کوي.
د (عمري ځواک(۲)) تر عنوان لاندي دغه تازه نشر شوی اصدار د لاندي لینکونو له لاري کتلی شئ.


 

Related posts