جون 16, 2019

د رزم او بزم اتل طالب

د رزم او بزم اتل طالب

سید شریف:

د طالبانو تحریک\ امارت  افغانستان کې دټولو تنظیمونو او حکومتونو په پرتله له ډیرو تودو او سړو سره مخ شو،پر طالب مشرتابه تر تصور لوړ  نظامي، سیاسي او رواني فشارونه وارد شول،خو ډيره د پام وړ داچې هیڅ ډول فشار، تهدید او تهمت طالبان له خپل دریځ او پالیسۍ څخه وانه ړول.

بله مهمه خبره داده چې دافغانستان په تاریخ کې هیڅ یو خوځښت او حکومت دطالبانو هومره په لنډه او تنګه واکمنۍ کې افغانستان او افغان ولس ته دطالبانو هومره ښېګنې نه دې ورکړي. دمشت نمونه ای خروار په توګه طالبانواویایمه لسیزه کې په ګران هیواد کې سرتاسري انارشي له منځه یووړه، مثالي امنیت یې ټینګ کړ، ملوک الطوائیفي یې ختمه کړه، مرکزي حکومت یې جوړ کړ،هیواد یې له تجزیې څخه وژغوره،سرحدونه یې داسي وساتل چې هیڅ یو ګاونډی یوه لویشت هم  رامخکي نه شو،دبیارغونې، معارف، ټرانسپورټ، هوانوردۍ، مطبوعاتو، مخابراتو او…. برخو کې یې په خورا کمزوري اقتصادي حالت او دنړیوالو سیاسي او اقتصادي بندیزونو سره سره ډير څه وکړل.

او تر ټولو مهمه داده چې طالبانو دافغان ولس ستر ارمان اسلامي نظام نافذ کړ او ددې نظام په سیوري کې ټولو وروڼو قومونو ګډ او سوله ییز ژوند پیل کړ، نر او ښځې کولا ی شوای دشپې او ورځې  په ډاډه زړه له شمال څخه جنوب او له لویدیځ څخه ختیځ ته سفر وکړي.

اشغال ضد مقاومت

دامریکا او ملګرو له لوري یې دافغانستان داشغال پر ضد هیڅ یو ملي او جهادي ګوندغبرګون ونه ښود،خو طالبانو د ګران هیواد داشغال له لومړۍ ورځې نه یوازي داچې دیرغل مخالفت کړی، بلکې عملا یې دهیواددازادۍ جګړې ته ملاتړلې،داشغال ضد مبارزه کې طالبان په هرلحاظ ډير وځپل شول،په داخل او بهر کې زندانونه پرې ډک شول او داسي ظلمونه ورسره وشول چې تاریخ کې به بیخي کم ساری ولري. د طالب پلار، ورور او ملګري څه چې هغه کسان هم د ډیموکراسۍ عسکرو شکنجه، شهیدان او بندیان کړل چې طالب ته به یې دیو افغان په صفت ډوډۍ ورکړې وه او یا به له طالب سره دخپلوۍ او اړیکو شک ورباندې کیده.

 لنډه داچې په نړیوال حقوقي او بشري قاموس کې طالب دومره مجرم وخوت چې سمڅو کې یې هم دژوند حق نه درلود!! طالب مشرتابه او سرسپارلو سپاهیانو یې دا هر څه وزغمل،خو داشغال ضد مقاومت څخه لاس په سر نشول.

امریکا او متحدینو یې یوه نیمه لسیزه دطالبانو د یو مخیزې نابودۍ په موخه له هیڅ ډول وحشت،تذویر او زر کارولو څخه مخ ونه ګرځاوه،خو چې د اتل طالب په لاس یې لسګونه زره نازولي پوځیان مردار او ټپیان شول،نو د(سد سوری) یې خلاص شو او په وازه کومه یې اعلان وکړ چې دافغانستان کشاله د جګړې له لارې نه حل کیږي،قوي اومغروره امریکا له غریب خو له ایماني غرور سرشاره طالب سره ډیالوګ ته تیاره شوه. طالبانو داسي تاریخ ساز مقاومت وکړ چې دښمن یې هم فولادي هوډ،غیرت او دین او وطن ته ژمنتیا ومنله.

 امریکا دتحت الحمایه رسنیو په مټ نړیوال په تېره زموږ دټولنې سیکولر روشنفکران  برین واش کړي وو،نژدې ټولو فکر کاوه چې طالبان یوه جنګي ډله ده، په سیاست نه پوهیږي،د سیاست په کږلیچونو کې به تیندکونه وخوري او دنظامي ډګر لاسته راوړنې به سیاسي میدان کې وبایلي،مګر کله چې د خلیلزاد په مشري  دامریکاد پوځي او ملکي چارواکو ټیم له طالب استازو سره دمذاکراتو په میز کښېناست، خبرې تر ۱۶ ورځو وغځېدې ،طالب استازو دمذاکراتو په مهال امریکایي ټیم  ته داسي نکتې رامخته کړې چې  دامریکا تکړه ډپلوماټان یې ګونګیان کړل، پای امریکایي پلاوی د خبرو له تالاره وتښتید او نهایې پریکړه یې نورو ناستو ته پرېښوده.

طالبانو تراوسه  له امریکایانو سره شپږ پړاوه خبرې کړې، که څه هم ددې خبرو جزیات پټ دي،خو طالبان ګټونکي پکې ښکاري. بله داچې طالب دنظامي ډګر په څېر دسیاست په لوړو- ژورو کې هم خورا سنجیده او قوي روان دی،دسیمې او نړۍ له مطرح هیوادونو سره یې اړیکې جوړ کړي، مختلفو هیوادونو ته یې ډپلوماټیک سفرونه کړي،خپله داعیه یې اورولې او نړیوال یې قانع کړي چې افغانستان اشغال شوی، طالبان   دافغان ولس واقعي نمایندګان دي او مبارزه یې دخپل هیواد دازادۍ جګړه ده.که په لنډو یې ووایو د طالبانو فعالې ډپلوماسۍ کابل رژیم دامریکا دهر اړخیز ملاتړ سره سره په سیمه او نړۍ کې دانزواء  کندې ته ګېل کړ.

دمئ په ۲۸مه  د طالبانو دمرستیال مشر ملا عبدالغني برادر په مشري طالب پلاوي ماسکوه کې د روسیې او افغانستان داړیکو سلمې کلیزې لمانځل غونډه کې برخه واخیسته،طالبانو دروسیې او افغانستان داړیکو په اړه خپل دریځ روښانه کړ او ډيره مهمه داچې پر افغانستان د شوروي یرغل یې وغنده او له روسیې یې وغوښته چې له افغانستان سره دمتقابل درناوي په چوکاټ کې ښه روابط وساتي.

د بیلابیلو رسنیو ژورنالیستانو د پرون په محکوم طالب پسې میکونه او کمرې ځغلوې او دایې لویه لاسته راوړنه ګڼله چې دشملور او ږیرور طالب تصویر او خبرې یې د خپرونې پر لومړي مخ راشي!!

د ماسکوه په غونډه کې که دطالبانو اعلامیې،خبرو،وقار او افغاني غرور ته وکتل شي،نودا یو واقعیت دی چې طالب دنظامي ډګر په څېر په ډپلوماسۍ کې هم اتل دی،خپلې داعیې ته پوره وفاداره دی، پر ځان باور لري او د نه ماتیدونکي هوډ څښتن دی.

Related posts