جنوري 24, 2020

جرمني کې دوه امریکايي پوځیان په مرموز ډول وژل شوي

جرمني کې دوه امریکايي پوځیان په مرموز ډول وژل شوي

د جرمني د رائنلينډ پالاتينات ایالت په یوه پوځي هوايي اډه کې د دوو امریکایي پوځیانو مړي موندل شوي، یادې اډې یوه بیان کې ویلي، د پوځیانو د مرګ لامل تراوسه څرګند نه دی.

ددې امریکايي پوځیانو مړي چې عمرونه يې ۲۰ کلونو ته رسيږي، د پنجشنبې په ورځ د اسپنګدالم هوايي اډې په یوه خوب خونه کې وموندل شول.

د اسپنګدالم هوايي اډه چې ۴ زره سرتيري پکې مېشت دي، د امریکا د هوايي ځواک د جنګي الوتکو کوربنه ده، ویل شوي چې وژل شوي پوځیان د الوتکو پر ساتنه مامور وو.

د یادونې وړ ده چې امریکا په جرمني کې ۲۰ پوځي اډې لري.

احمد ظريف

Related posts