جون 26, 2019

د افغان وژنې معتاد مفکر

د افغان وژنې معتاد مفکر

د ورځي خبره :

مفکر اشرف غني دافغان ولس قتل عام ته ملاتړلې،هره ورځ او شپه دمفکر دټوپکیانو او یرغلګرو له لوري دولس وژنې او کور نړونې عملیات روان دي،د بې دفاع هیوادوالو پرکورونو بمبارونه او چاپې دي او ډيره بده لا داچې مظلوم هیوادوال چې نه وسله ورسره وي او نه یې کوم جرم کړي وي، دخپل کور په انګړ کې په خورا وحشت سره په شهادت رسول کیږي او بیا دترهګر ټاپه پر وهل کیږي!!

دا هم دمشت نمونه ای خروار په توګه دهیواد په ګوټ ګوټ کې دمفکر دوسله والو او اشغالګرو له خوا دولسي مرګ ژوبلې څو وروستۍ پیښې چې زیاتره قربانیان یې میرمنې او ماشومان دي:

تېره شپه  د پکتیکا ولایت  دبرمل ولسوالۍ د میامیو په سیمه کې ګډ دښمن چاپه وهلې، د ګڼو کورونو دروازې يې ماتې کړې، مالونه يې لوټ کړي، ۲ کورونه يې په بمبار کې بشپړ ویجاړ کړي، وروسته يې له ګڼو نورو کورونو څخه ملکي خلک را ایستلي او په ډزو سره يې یو یو شهیدان کړي دي.په یاده شوې چاپه او بمبار کې  ۴ ښځې، ۷ ماشومان او ۷ تنه نارینه شهیدان شوي دي.

 د هلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ د قلعه ګز دښت په سیمه کې اشغالګرو په ملکي خلکو چې په روژه مات بوخت وو، بمبار کړی،۳ تنه ملکي وګړي یې شهیدان کړي دي.

  د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ اړوند، تنګي درې پرګلاب خیلو اوسپین ورسک کلیو باندې ګډ دښمن  چاپه وهلې،  د امیرښاره اوسیدونکي دوه ماشومان( فیصل او همایون) یې شهیدان کړي او د سپين ورسک او کوټ کلي دوه جوماتونه یې په بشپړ ډول نړولي او ۳ تنه کلیوال یې دبندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.

دفاریاب ولایت ددولت اباد ولسوالۍ  د  قوزبای قلعه  په سیمه کې دمفکر دټوپکیانو  دهاوان په ډ‌زو کې ۱ ښځه او ۳ تنه نارینه په شهادت رسیدلي دي.

د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ په پیرکوتي سیمه کې ګډ دښمن د چاپې په مهال ۵ تنه عام هیوادوال شهیدان کړي او د خلکو شتمنۍ یې لوټ کړي دي.

همداراز د ننګرهار په شیرزادو کې یرغلګرو او ګوډاګیو عسکرو اته تنه ملکي وګړي شهیدان کړي دي.

 په ډیر تاسف سره هغه رسنۍ او دبشري حقونو ډلې چې دازادۍ او بشري خواخوږۍ چیغې وهي،دافغان ولس پر روانه ټول وژنه چوپې دي.دوی په دې چوپتیا سره تر هرچا ډير خپلو ځانونو ته زیان رسوي،له  خپل مسؤلیت سره خیانت کوي او خپل  شته حیثیت  ته ستره صدمه رسوي.

په ولس وژنه او کور ویجاړونه به نه مفکر او نه یې هم یرغلګر باداران خپلو شومو اهدافو ته ورسیږي،دښمن که څه هم دولس دوینو تږی دی او دښځو او ماشومانو په قتل عام معتاد شوی،یو خو داچې ددې وحشتونو او جنایتونو انتقام به ترې اخیستل کیږي او بل داچې  نور هم رټل کیږي او پر ضدبه  یې جهادي- ولسي پاڅون لا پیاوړی کیږي. ان شاءالله

Related posts