جنوري 24, 2020

تخار ولایت کې له دوولسم ټولګي د زده کونکو د فراغت په ویاړ غونډې وشوې

تخار ولایت کې له دوولسم ټولګي د زده کونکو د فراغت په ویاړ غونډې وشوې

د اسلامي امارت د تعليم او تربیې او عالي تحصيلاتو کميسيون د تخار ولایت په اشکمش، خواجه غار، دشت قلعه، خواجه بهاوالدین، درقد، ینګي قلعه، چاه آب او نمک آب ولسوالیو کې له دوولسم ټولګي د زده کونکو د فراغت په ویاړ مهمې غونډې وکړې.

دې غونډو کې د پوهنې کميسیون پر منسوبینو برسېره ګڼ شمېر علماء کرامو، قومي مشرانو، پوهانو، د ښوونځیو مديرانو، استاذانو او زده کونکو ګډون کړی وو.

ګډون کونکو ته ویناوالو هر اړخیزې ویناوې وکړې، د تعلیم اوتربیې د پرمختګ لارې چارې یې زده کونکو ته په ګوته کړې او په دې اړه یې له هغوی نه هم د اقداماتو غوښتنه وکړه.

د پوهنې مسئولینو برخوالو ته د اسلامي فکر او نظر او هم د هیواد د خدمت په لار کې د زیاتو هلوځلو سپارښتنه وکړه، ترڅو په دې لار کې خدمت ته تیار اوسي او د نورو باطلو عقیدو او نظریو ښکار نه شي او په پوهنتونونو کې د یرغلګرو او د هغوی د فکر د خاوندانو تر اثر لاندې رانشي.

په همدې مراسمو کې له دوولسم ټولګي څخه په لومړيو نمبرو بريالیو زده کونکو ته ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې.

د یادونې وړ ده چې د غونډو په ترڅ کې یوه یوه تن زده کونکي د نورو په نماينده ګۍ د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې کمېسیون د فعالیتونو ستاینې وکړې او له خپل لوري يې د هر ډول مرستو ډاډ ورکړ.

۱۰/۱/۲۰۲۰

Related posts