جنوري 24, 2020

یوه شپه؛ د وحشت ګڼې پیښې

یوه شپه؛ د وحشت ګڼې پیښې

د ورځي خبره:

یرغلګرو او ګوډاګي رژیم تېره شپه دهیواد په بېلابېلو سیمو کې دملکي هیوادوالو پر کورونو، مدرسو او مسجدونو بریدونه کړي،په ځانګړې توګه په کندز، کاپیسا، لغمان او فراه کې یې ګڼ شمېر ولسي وګړي شهیدان، ټپیان او بندیان کړي، کورونه یې ویجاړ کړي او خلکو ته یې مالي زیانونه هم اړولي دي.

اشغالګرو او داخلي عسکرو د کندز مرکز په  چقور قشلاق سیمه کې د ولسي خلکو پر کورونو او د احمدیې په نوم یوه مدرسه باندې د چاپې په مهال ۶ زده کونکي شهیدان کړي او په سیمه کې یې د جامع مسجد امام او د همدې مدرسې استاد او  ۴ زده کوونکي بندیان کړي دي.

د کاپيسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په  بدرآب او سه پدر سیمو کې یرغلګرو او غلامانو یې دولسي خلکو د کورونو دروازې ماتې کړې، یو ملکي وګړی او دنوموړي د کور ۲ میرمنې یې په  شهادت رسولي دي.

 د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په ګوړګنډي سیمه کې اشغالګرو او د رژیم وسله والو یو جومات او ګڼ کورونه وران کړي، ۶ تنه ولسي هیوادوال یې شهیدان کړي او ۳ تنه یې ژوبل کړي او خلکو ته مالي تاوانونه هم رسولي دي.

 د ګډ دښمن په یوهوایې برید کې د کندز ولایت د خان اباد ولسوالۍ ته څېرمه ۲ زده کوونکي ژوبل شوي دي.

او همدارنګه یرغلګرو او دکابل ادارې غلامو عسکرو د فراه ښار په خورمالق سیمه کې دملکي خلکو پر کورونو د چاپې په مهال یو شمېر دوکانونه مات کړي، نغدي پیسې او قیمتي شیان یې ځني وړي، یو کور یې منفجر کړی او ۶ تنه ولسي وګړي یې بندیان کړي دي.

 افغان اولس د اشغالګرو او کابل رژیم له لوري هره ورځ او شپه د ورته پیښو او وحشتونو سره مخامخ دی،دښمن په پرله پسې ډول دملکي وګړو پر استوګنځایونو،مدرسو، جوماتونو، ښوونځیو، کلینیکونو او عام المنفعه ځایونو چاپې وهي، بمبارونه پرې کوي او په مختلفو بڼو ولسي خلک شکنجه کوي، مالونه یې لوټي او لومړني بشري حقونه یې تر پښو لاندې کوي.

 اشغالګر او لاسپوڅی رژیم یې که په ظاهره د بشر دوستۍ، د ښځو او ماشومانو دحقونو، مذهبي اماکنو او تعلمي ادارو دساتنې نارې وهي، خو په عمل کې له یادوو شوو ارزښتونو او حقونو سره خپله دښمني په ډاګه کړه او دوحشت او نه زغم کرغیړنه څېره یې بربنډه شوه.

اسلامي امارت دولسي وګړو سره د ګډ دښمن وحشت ا وظلم غندي او د بزدلۍ او ناکامۍ ستره نښه یې بولي،اسلامي امارت تل له ګډ دښمن څخه دخپلو خلکو او مقدساتو غچ اخیستی،اوس هم متعهد دی چې دخپلو خلکو، ارزښتونو او دیني شعائرو دفاع به کوي او په دې لار کې به له هیڅ ډول قربانۍ څخه ډده نه کوي.

Related posts