جون 26, 2019

د مبارزې له زړه دزړونو تر فتحې

د مبارزې له زړه دزړونو تر فتحې

نوراحمد سعید:

از دل مبارزه د ځوان عالم او تکړه لیکوال ابو صهیب حقانی لومړنی چاپي اثر دی، په دې کتاب کې دګران هیواد داشغال ددوهمې لسیزې تراژیدۍ، جهادي شهکارونه او مختلف موضوعات وړاندې شوي دي. حقانی صاحب  دافغانستان پر سیاسي، نظامي او اجتماعي وضعیت ډيرې مقالې لیکلې، دهمدغو مقالو له جملې  څخه یې ځیني انتخاب او په ازدل مبارزه کې ترتیب کړې دي.

حقانی صاحب دمبارزې له زړه څخه دروان جهادي پاڅون داعیه وړاندې کړې،ددښمن له ظلم، مکر او فساد څخه یې پرده پورته کړې، دمحبوب ولس پر مظلومیت، دښځو او ماشومانو پر شهادت یې اوښکې توی کړي او دمغرور او مجهز دښمن پر ضدجنګیدونکي اتل مجاهد ته یې دعقیدت ګلونه ډالۍ کړي دي.

له  از دل مبارزه دسوریې، میانمار او فلسطین له مظلومو ولسونو سره همدردي وړاندې شوې،قاتلان یې محکوم شوي او د لومړۍ قبلې( بیت المقدس) پر غصب او هلته د میشتو مسلمانانو پر مظلومیت او محکومیت په لپو لپو اوښکې توی شوې دي.

د بیان ازادۍ(؟) په حاکم یو طرفه او ظالمانه سانسور کې په یوه پوسټ او کمینټ هم خلک شکنجه او د ډیموکراسۍ دتورو زندانونو بندیوان شول. دښمن له بیلابیلو لارو او اسلوبونو ډير  زیات کوشش وکړ  چې جهادي داعیه خاموشه کړي،اشغال ټینګ او دوامداره کړي او په ډاډه زړه خپل کرغیړن پلانونه تطبیق کړي.

په ذکر شوي حالت او وضعیت کې دمطبوعاتي  او فرهنګي جهاداړتیا نوره همه  زیاتیږي او دکوم شي چې ضرورت زیاتیږي اهمیت یې هم اضافه کیږي،نو مجاهد لیکوال ډير نیکمرغه دي چې دضرورت په وخت کې یې دې ستر او مهم کار ته ملاتړلې ده.

په روان مطبوعاتي او ادبي بهیر کې که  د مجاهدو قلموالو شمېر  ډير کم او شهرت یې له نشت سره برابر دی،خو په عملي میدان کې یې داسي فعالیت کړی چې پر پیاوړتیا او اغیز یې دښمن هم اعتراف ته اړایستلی دی.

د مجاهدو لیکوالو دقوي او موثر فعالیت یو نغد مثال دحقانی صاحب از دل مبارزه مهم کتاب دی، از دل مبارزه ډيرې ځانګړتیاوې لري، د نمونې په ډول یو داچې په خوږه او سلیسه  ژبه لیکل شوی،بل داچې  هغه موضوعات او واقعیتونه یې په خپله غیږ کې را ټول کړي چې په ډيرو کتابونو کې یې نشو ترلاسه کولای.

محترم ورور حقانی صاحب ته داز دل مبارزه د چاپ مبارکې وړاندې کوم.  هیله  من یم چې حقانی صاحب دقلم په سنګر کې لا ډير خدمت وکړي. په انقلابي لیکنو  اشغال او سکولریزم ځپلي فکرونه تنویر کړي او نور اثار هم د جاریه صدقې په ډول پریږدي.

په درناوي

د ګران هیواد دازاۍ او اسلامي نظام دقیام په هیله

۱۳۹۸هش، حمل

Related posts