جنوري 24, 2020

د بین المللي امنیت ساتونکي باچا!!! تر پوزه لاندې څه تېریږي؟!

د بین المللي امنیت ساتونکي باچا!!! تر پوزه لاندې څه تېریږي؟!

لیکوال: حماد نیازی
د اشرف غني هغه خبرې به هر افغان په تکراري ډول اورېدلې وې چې خورا په جرات سره وایي، موږ د بین المللي امنیت ساتونکي یو او زموږ د عسکرو له برکته په نیویارک او واشنګټن کې چاودنې نه کیږي.
نوموړی په داسې کې دا خبري کوي  چې د هیواد ښارونو کې یې بد امنۍ تر بل هروخت ډېرې شوې دې.
د هغه تر پوزه لاندې کابل کې بد امنۍ خپل اوج ته رسېدلې دې. غلاوې اختطافونه او وژنې دومره ډېرې دې چې د ښار خلګ یې تر بل هر وخت ډېر په تکلیف کړي دي.
نه یواځې د شپې مهال بلکې د ورځې په هره برخه کې سهار، ماسپښین او مازدیګر لا هم خلګ ځانونه خوندي نه احساسوي.
د کابل په هره برخه کې او هر واټ کې غله پرېمانه دي، داسې ورځ نه ده تېره چې د ګڼو غلاوو او د غلو له لوري د خلکو زورولو راپور نه وي ورکړل شوی.
آن د امنیتي پوستو ترمینځ او د هغوی په څو مترۍ کې غله په رڼا ورځ له ښاریانو څخه موبایلونه، پيسې او قیمتي اجناس غلا کوي. کابل ښار د غلو ښار بلل کیږي او ښاريان پکې دومره ناارامه دې لکه د غلو واکمني او پاچهي چې وي.
دې وروستیو کې غلاوې او وژنې دومره ډېرې شوې چې د دې ښار خلک یې آنلاين لاریون ته مجبور کړل. پر ټويټر او فيسبوک باندې له څو ورځو راهیسې د » کابل نا امنه دی « تر شعار لاندې ګڼو خلګو له غلو، وژنو او اختطافونو څخه شکایتونه ولیکل.
ښاريان وایي چې کابل ښار کې هیڅ ځای خوندي نه دی او هرځای کې د هغوی سر او مال ته خطر پیښیږي. خلک دومره په ویره کې دې چې په رڼا ورځ موبايل او پيسې له ځان سره نشي وړلای.
داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې د غلو له لوري هغه خلک وهل شوي او تهديد شوي چې موبایلونه او پيسې له ځانونو سره نه ګرځوي.

د غلو تر شا د امنیتي چارواکو لاس:

دا چې په دومره پرېمانه کچه غلا او وژني کیږي، څرګنده ده چې د غلو او اختطاف کونکو تر شا به حتما د امنیتي چارواکو لاس وي.
که امنیتي چارواکي له غلو سره لاس ونه لري، څنګه ممکنه ده چې په دومره پراخه کچه دې، غلاوې او وژني وشي؟
په داسې حال کې چې کابل ښار ټول په امنیتي پوستو او عسکرو پوښل شوی. پوستې په څو مترۍ کې یو په بل پسې پرتې دې. زرګونه عسکر پکې د امنیت ساتلو په موخه په دنده بوخت دې. داسې ډېرې پېښې شوې چې خلګو غله نيولي وي او یا یې عسکر ونيسي خو پرته له محکمې بیرته ژر خوشي شوي دې. دا او دې ورته شواهد د دې خبرې ښکاره ثبوتونه دې چې د غلو تر شا د امنیتي چارواکو لاسونه شته، بلکې پر ملا ټپول کیږي ترڅو چې په ارام زړه غلاوو ته دوام ورکړي.
د مشرانو جرګې غړي زلمي زابلي همدا نن وویل چې وزارت داخله وایي چې تېره میاشت کې یواځې کابل کې په جنایي پېښو کې ۵۰۰ تنه په قتل رسېدلي دي. کابل ښار کې یو موبايل د یو انسان د سر په بدل تمامېدای شې او یواځې په یوه موبايل او یو څو روپيو خلګ وژل کیږي او په چړو وهل کیږي، خو امنیتي چارواکي لکه ړانده او کاڼه چې وې دا هیڅ هم نه ويني نه یې مخه نيسي، آیا که یو ښار کې امنیتي چارواکي له غلو سره لاس ونه لري ممکنه ده چې غله دې په یوه میاشت کې ۵۰۰ خلګ ووژني؟

یواځې کابل نه دی:

یواځې کابل کې نه بلکې د هیواد په ډېرو لويو ښارونو کې خلګ له بدامنۍ نه خورا په تنګ راغلي، همدا نن کندز ښار کې د غلو پر ضد د ښار خلګو مظاهره وکړه او له حکومت نه یې وغوښتل چې د غلو مخه ونيسي. د کندز او کابل برسیره په هلمند، کندهار، ننګرهار او گڼو ښارونو کې غلاوې تر بل هر وخت ډېرې شوې دي. سره له دې چې رسنۍ د ښار جنایي پېښو ته چندان کوريج نه ورکوي، خو د خلکو له لاریونونو نه د غلاوو د کچې اندازه لږولای شو.
لویې لارې هم نه دې خوندې:
لویو لارو کې هم خلک له غلو او امنیتي پوستو سرټکوي، چې قیمتي اجناس او پیسې ترې وړي. د لویو لارو پوستې کټ_مټ لکه غله له هر موټر نه معلوم تعداد روپۍ غواړي او که یې ورنه کړي، وهې یې او بې عزته کوي یې. نه یواځې داچې وهل ټکول ورکوي، بلکې کله ناکله خو د ډېرو کمو پيسو پر سر پر موټر چلونکو ډزې کوي او وژني یې. تاسو به ګڼ هغه راپورونه لیدلي وي چې د هیواد له مختلفو برخو په بیلابیلو وختونو کې د عسکرو له لوري موټر چلونکي د لس او شل افغانیو په بدل په شهادت رسیدلي دي؟
لويو لارو کې هم د پوستو په خوا کې غله دریږي او په رڼا ورځ خلګ شکوي خو عسکر یې هیڅ مخه نه نيسي. بلکې داسې پېښې هم ډېرې شوې دې چې کله د طالبانو له لوري یا هم د عسکرو له لوري د لویو لارو غله نیول شوي نو امنیتي کسان ختلي او د حکومت کاټونه ورنه ترلاسه شوي دي.

چې پوستې ټولې شوې غله هم ورک شول:

کله چې دې وروستیو کې د هیواد په بیلابیلو برخو کې له لویو لارو طالبانو د عسکرو پوستې لرې کړې او د دې لارو ډېره برخه د طالبانو تر واک لاندې راغله غله هم ورسره ورک شول.
موټرچلونکو د شپې مهال سفرونه پیل کړل اوس باري موټرونه د شپې سفرونه کوي او ځانونه خوندې احساسوي. هغوی وایي چې پر لارو طالبان امنیت ساتي او غله یې ګرسره ختم کړې دې.
د رسنیو هغه راپورونه به مو هم لیدلي وي چې پکې ثابته شوې چې د شپې مهال د باري موټرونو سفر پر لویو لارو د ټکر او دې برخه کې د تلفاتو کچه ټیټه کړې ده.

د طالبانو تر واک لاندې سیمې:

د طالبانو تر واک لاندې سیمو نه د غلاوو او اختطافونو راپورونه د نشت برابر دي. تر اوسه هیڅ کوم څوک داسې ثبوت نشي وړاندې کولای چې د طالبانو تر واک لاندې سيمي خلکو دې له غلو او اختطافګرو نه شکایت کړی وي.
د طالبانو په ساحه کې خو اول غلاوې او اختطافونه شته نه، که احیانا داسې جرمونه کیږي نو ډېر ژر یې عاملين نيول کیږي او د خلکو په مخ کې په خپله سزا رسیږي. تاسو به د طالبانو له لوري خپرې شوې ګڼې هغه ويډيوګانې لېدلې وې چې غله او اختطافګر یې نیولي وي؟ دا خو لرې خبره ده چې خلګ له غلاوو دومره تنګ شي چې پر ضد یې لاریون وکړي.
د طالبانو په سیمو کې دومره بې نمونې امنیت وي چې که یو چاته موټرسايکل یا موټر له کلي نه لرې ورخراب شي نو هملته یې پریږدي، کله ناکله خو شپې پرې تېرې شې چې خاوند یې بیرته خپل ځای ته رسوي. هرڅه خوندې وې او هیڅوک هم له غلو نه ډارېږي.

د کابل د ښار د نا امنه کېدو په اړه چې نن ځینو رسنیو خبر ورکړ ګڼو خلکو تبصرو کې ورته ولیکل چې د ښارونو امنیت دې طالبانو ته وسپارل شي ترڅو بشپړ امنیت تامین شې.
هوکې! که موږ غواړو چې نه یواځې کابل ښار بلکې ټول افغانستان کې امنیت او عدالت تامین شي نو باید اسلامي نظام د طالب جان پر لاس نافذ شي. او یوځل بیا پر ټول هیواد باندې د عدالت او امنیت د پرښتو » طالبانو » سیوری وغوړیږي.

Related posts