جنوري 24, 2020

سخت ژمی او د بې وزلو حالت ته پاملرنه

سخت ژمی او د بې وزلو حالت ته پاملرنه

د اونۍ تبصره:

په ګران هیواد افغانستان کې د ژمي موسم له سختو واورو او ورښتونو سره پیل شوی دی. د واورو ورښت که له یوې خوا د راتلونکي کال د آبادۍ زیری له ځان سره لري او د هیوادوالو په زړو کې د ښیرازۍ هیلې زرغونوي، بل اړخ ته یې یو لړ مشکلات هم پيښ کړي دي.
د واورو او یخ موسم له پيل سره هغه بې وزله هیوادوال له ډيرو ستونزو سره مخامخ شوي چې مناسبه سرپناه نه لري. همدا اوس په هیواد کې ګڼ شمیر هیوادوال د امنیتي او اقتصادي مشکلاتو له امله له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي. یو شمیر نور یې د اوبو د کمښت او طبعي آفاتو له امله بې کوره شوي دي. دغه بې کوره خلک داسې سرپناه نه لري چې له واورو او ژمني یخ څخه یې وساتي.
بل اړخ ته د سون توکو د بیو لوړوالی او عمومي فقر د دې لامل شوی چې په ښارونو کې زیاتره خلک د ژمني موسم د ضرورت وړ توکي نه شي رانیولی. ګوډاګي چارواکي او حاکم فسادکاران د نورو اقتصادي برخو غوندې د تیلو، ګاز او ډبرو سکرو بازار هم په کنترول کې لري،دغه توکي له بهر څخه په ټیټ قیمت واردوي او بیا دبې وزله هیوادوالو له احتیاجه په ناوړه استفاده ورباندې څو برابره لوړ قیمت ږدي چې زیاتره هیوادوال یې د اخیستلو توان نلري.
له یوې خوا ژمنی یخ او له بله اړخ د فاسدو، احتکار کوونکو او بې رحمه چارواکو مظالم د دې لامل شوي چې د هیوادوالو ستونزې بحراني حالت ته ورسیږي. رسنۍ او مطبوعاتو چې د حاکمو چارواکو په لاس کې دي د دې ناخوالو په ځای یوازې د چارواکو دروغجن اظهارات خپروي او هوایي لاپو ته یې انعکاس ورکوي.
دا وضعیت ایجابوي چې باید د بې وزله هیوادوالو ستونزو ته هغه خلک توجه وکړي چې مالي توان لري. زموږ په مبارک دین اسلام کې له محتاجو خلکو سره مرسته، صدقه او د هغوی د ستونزو حل له بهترینو اعمالو ګڼل کیږي. مسلمان د مسلمان ورور ګڼل شوی چې باید په درد یې دردمن شي. نن سبا چې په بې وزله او بې سرپناه هیوادوالو کوم حالت تیریږي باید ټول مسلمانان وروڼه یې په تن او روح سره حس کړي، د هغوی مرستې ته ودانګي او د خپل توان په اندازه ورسره کومک وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت چې د مؤمن ولس د دردونو او کړاوونو له منځه وړل خپله دیني او وجداني دنده بولي، په خپلو مجاهدینو او عام اولس غږ کوي چې په ژمني موسم کې دې بې وزله هیوادوال نه هیروي. د هغوی له حاله دې ځان خبر کړي، د ضرورت وړ توکو مرسته دې ورسره وکړي، د هغوی د مریضانو په معالجه کې دې ورسره همکار شي، تر څو یې له یوې خوا خپل دیني مکلفیت اداء کړی وي او له بله اړخه به یې ستر اجرونه ګټلي وي.
هیوادوال دې د ظالمو او بې رحمه چارواکو یا هغو تش په نامه مرستندویه ادارو په تمه نه کیني چې د افغان اولس په نوم په میلیونو ډالر راوړي، خو دلته ټول د دوی په عیشونو او معاشونو لګول کیږي. دغو تش په نامه بشرپالانو ته یوازې خپل همفکره اجیران د مرستو مستحق ښکاري نور د بیچاره اولس هیڅ درد نه احساسوي.

Related posts