جون 20, 2019

د بندیانو د شکنجې په اړه د یوناما راپور مغرضانه او له حقیقت څخه لرې دی

د بندیانو د شکنجې په اړه د یوناما راپور مغرضانه او له حقیقت څخه لرې دی

نن په کابل کې د یوناما له دفتر څخه یوه اعلامیه خپره شوې چې په کې راغلي د اسلامي امارت مجاهدین له بندیانو سره ناسم چلند کوي او یا بندیان شکنجه کوي.
موږ د یوناما دغه یو لوریز راپور مغرضانه او له واقعیت څخه خلاف بولو.
یو ناما د دې پرځای چې د کابل ادار ې او امریکایانو په زندانونو کې د بد وضعیت په اړه د مسئولیت احساس وکړي، هڅه کوي د غلطو معلوماتو پر اساس د اسلامي امارت په وړاندې پروپاګند ته مواد برابر کړي.
د کابل ادارې د عسکرو لخوا په روانه میاشت کې د پلچرخي په زندان کې په بندیانو باندې مخامخ ډزې چې ګڼ شمیر بندیان په کې شهیدان او ټپیان شول، ورسره په بګرام کې له بندیانو سره بد چلند چې په کراتو يې راپورونه خپاره شوي، همدا راز د کابل ادارې د استخباراتي دستګاه په توقیف ځایونو کې له بنديانو سره بد او وحشیانه چلند ټول د یوناما له نظر څخه پټ دي، خو د څو تنو هغو بندیانو د خبرو په استناد يې غلط راپور ترتیب کړی چې په ارزګان کې له زندان څخه خلاص شول او د کابل ادارې د چارواکو لخوا د تبلیغاتو په بڼه استفاده ترې وشوه.
ټول ملت او رسنۍ شاهدې دي چې د اسلامي امارت له زندانونو څخه په کراتو د دښمن عسکر، پولیس او نور کارمندان بار بار ازاد شوي، د کور کرایه ورکول شوې او په عزت سره خپلو کورنیوته رسول شوي دي.
په تیره میاشت کې د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې له سلو ډير په جګړه کې نیول شوي بندیان خلاص شول، ویډيویي راپورونه يې خپاره شول چې د هيڅ ډول شکنجې او زور زیاتي سره نه وو مخ شوي.
د یوناما په راپور کې د اسلامي امارت لخوا په دغه راز کړنو سترګې پټې شوې، صرف هڅه شوې چې د امریکايي اشغالګرو او د کابل ادارې په روزمره جنایاتو د پردې اچولو لپاره د اسلامي امارت په ضد تبلیغاتي کمپاین وکړي.
موږ د یوناما مغرضانه راپور په کلکه ردوو او د یوناما د کابل چارواکي د پروپاګند پرځای خپلو اصلي مسئولیتونوته چې د ملکي افغانانو د وژلو، بندیانولو او بمبارولو په اړه يې لري متوجه کوو.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۱/۹/۱۴۴۰هـ ق
۵/۳/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/5/26م

Related posts