جون 26, 2019

د الفتح عملیاتو د کامیابۍ یو مثال

د الفتح عملیاتو د کامیابۍ یو مثال

د ورځي خبره :

دښمن په فوق العاده حماقت سره دعوه کړې چې الفتح عملیات یې ناکام کړي،دښمن په داسي حالت کې دالفتح د مخنیوي دعوه کوي چې هره ورځ داسلامي امارت داتلو مجاهدینو دبریدونو له امله  ګڼې پوستې او بیسونه تخلیه کوي،لسګونه عسکر یې دامریکایي ګټو لپاره سرونه بایلي او ددنیا اواخرت د ذلت او خوارۍ دروند بار او چتوي.

دالفتح عملیاتو له پیل سره پر اشغالګر دښمن او مزدور رژیم کارنده بریدونه ترسره شول، په دې بریدونو کې ګډ دښمن ته دسر او تجهیزاتو خورا لوی- لوی زیانونه واوښتل، ډیرې سیمې له دښمن څخه تصفیه شوې، حتی دالفتح عملیاتو په میاشتني بهیر کې شپږ ولسوالۍ په ټولیزه توګه فتحه شوې او دامن سپین بیرغ پرې رپاند شو.

الفتح عملیات داسلامي امارت دنورو کلونو دعملیاتو په شان کلني عملیات دي، ددې عملیاتو بریمن پیل ته که وکتل شي،نو ترې څرګندیږي چې میاشت په میاشت به نور هم پراخ او قوي شي،تېرو کلونو کې هم همداسي شوي، دښمن داسلامي امارت له لوري اعلان او پیل شوي عملیات تبلیغات بللي، خو وروسته یې خپله دهمدې عملیاتو پر بریاوو اعتراف کړی دی، دبېلګې په توګه عمري، منصوري او الخندق عملیات یادولای شو.

لاندې څو بریاوې دالفتح عملیاتو د یو ورځني بهیر څو بېلګې دي:

دکندهار په ډنډ ولسوالۍ کې  مجاهدینو د یرغلګرو رومانیایې عسکرو پر زغره وال ټانګ چاودنه کړې، په دې چاودنه کې ۵ اشغالګر وژل شوي او ټانګ یې تخریب شوی دی.

 د زابل ولایت  دشاجوی ولسوالۍ په مربوطاتو کې دښمن پر موټریزکاروان دڅو چاودنو په ترڅ کې ددښمن ۸ عرادې موټر ویجاړ شوي او مرګ ژوبله ور اوښتې ده.

 همداراز په زابل، لوګر، غزني، کندهار، هلمند او ګڼو نورو ولایتونو کې دالفتح عملیاتو په تېر ۲۴ ساعته جریان کې د ګډ دښمن ۸۶ عسکر وژل شوي، ګڼې پوستې او پراخې سیمې ترې نیول شوې دي.

همدارنګه د هلمند ولایت نوزاد ولسوالۍ په ورمز سیمه کې د امریکايي اشغالګرو هغه اپاچي هلیکوپتر رانسکور شو چې سیمې ته يې د چاپې او عملیاتو لپاره عسکر را رسول.په پيښه کې هلیکوپتر په ټولیزه توګه له منځه تللی او تر ۱۳ پورې عمله او پکې سپاره امریکايي عسکر وژل شوي دي.

کوم عملیات چې په ورځني بهیر کې دومره بریاوې ولري، ناکام بلل کیږي؟، ځواب کاملا منفي دی،بل داچې ددې عملیاتو له پیل سره نه یوازي داچې دښمن له مجاهدینو کومه سیمه نه ده نیولې، بلکې په پرله پسې ډول په تیښته دی، آن چې کابل کې هم په امن نه دی.

یرغلګر او کابل رژیم دامارت له پسرلنیو عملیاتو سخت ډاریږي، له همدې امله د پروپاګند له لارې هڅه کوي زموږ عملیات کمزوري وښیې او خپلو فراري ټوپکیانو ته څه روحیه ورکړي.

Related posts