جون 20, 2019

دخپلواکۍ د علمبردار شهید[ امیر المؤمینین منصورصاحب]په یادکې…

دخپلواکۍ د علمبردار  شهید[ امیر المؤمینین منصورصاحب]په یادکې…

لیکوال: بشیر

 دافغانستان اسلامي امارت  فرهنګي چاروکمیسیون له دې پلوه دستاینې او شابسي مستحق دی  چې سږکال یې لومړی دمجاهدو لیکوالو او هڅاندو قلموالو په  قلمونو د لیکل شوو ارزښتمنو مضامینو او ځانګړو مقالو په خپرولو او دشاعرانو د بامعنی شعرونو اوترانو په زمزموسره  داسلامي امارت دمؤسس امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد  رح دوفات ورځ په ځانګړي نشراتي پوښښ  سره  د لمانځلو وروسته دادی دشهید امیر المؤمینین ملا اختر محمد منصوررح دمظلومانه شهادت ورځ اونیټه یې هم   په ورته   اختصاصي نشراتي پوښښ  او ترتیب اتو سره و  لمانځله

 په ټوله کې دا یو پرځایابتکار  اوارزښتمن نوښت دی، امید دی  په راتلونکي کې  دالړۍ   نوره هم  پراخه او وغځوي اود یادومرحومینو مشرانو دوفات ورځو په څير  داسلامي امارت دنورو مهمو تاسیسي مشرانو  او مخکښوقایدینو لکه الحاج ملا محمدرباني رح ، شیهد الحاج  ملا عبید الله رح، مولوي جلال الدین حقاني او نورو  دوفات  اوشهادتونوورځو په مناسبت  هم ورته د درناوي څخه ډک  جذبات او احساسات ولیدل شي،  څو وکړای شو راتلونکونسلونوته  دامارت  دثقه او با اعتماده نشراتي چینل ( فرهنګي چارو کمیسیون) له لارې  د امارت د مهمومشرانو تاریخي کارنامې، داسلامي نظام دنفاذ  او دهیواد دزادۍ لپاره  دهغوی جهادونه ، قربانۍ او خدمتونه څنګه  چې حق دی په هم هغه    بڼه  خوندي او  ورسي اوبل   ددغسې ابتکاراتو او نوښتونوڅخه دډک   بهیرپه مټ   به اوسني ( افغان لیکوال او قلموال)  هم څه ناڅه  ځانونه  دتاریخ له هغې ملامتیا ،پیغور او بلکې له محاسبې وژغورلی شو چې وایي: افغانان همیش  خپل اسلاف،  خپل قهرمانان او خپل نومیالي هغسې چې هغوی پرې  حق لري نه ستایي  او نه ورته  دهغوی دمیړانونکلونه  او د شهامتونو داستانونه دیوملي امانت په ډول  خپلو اینده نسلو ته سپارل  دملي او دیني  اړخه کوم  دپام وړ  مسؤلیت بریښي ….

هو! د جوزا میاشتې لومړۍ  نیټه مود۱۳۹۵ ل کال هغه زړه دردونکې اوخفه کوونکې پیښې په لور بوځي  په کومه کې چې د نړۍ دیو غریب  اوبیچاره هیواد دارضي تمامیت دسالمیت  محافظ او  دمغرورې( امریکا) له ناروا اشغاله د مظلوم افغان ولس دزادۍ سباون  په راوستوپسې ، سرګردان،لالهاند او ستومان مبارز اوقاید [امیر المؤمنین  ملا اخترمحمد منصور رح] دپاکستان بلوچستان ایالت  په نوشکي سیمه کې  دامریکائي طاغوت  دبې پیلوټه الوتکې په  یو برید کې دشهادت لوړ مقام ته ورسید

هغه مهال دیادې پیښې له  امله نړۍ کې بالعموم اوافغانستان کې بالخصوص دلکونو مسلمانانو دسترګونه داوښکو سره یوځای وینې بهیدې او زړونه یې دنړیوال شیطاني طاغوت په دې بزدلانه او ظالمانه  جسارت  سره غمجن او  دردمن  وو  او بالمقابل دکفر د تالارونو دننه  او دهغوی په مزدورو رسنیو کې  دا شور اوغوغا ګډه وه  چې امریکا(داخترمحمد منصور) په وژلو سره افغان جګړه وګتله او خپل مخالفین یې  دومره کلک وځپل چې بیا به هغوی  سرونه پورته نکړای شي

بدون شک! دامیر المؤمنین  شهادت  داسلامي امارت  مشرتابه ، مجاهدینو  او عام مسلمان ولس  لپاره یو دروند او نه جبرانیدونکی ټکان و، چې ضرور به یې په لوړه اوټیټه سطحه  منفي تاثیرات لرل  او  ورسره به  په یوشمیر مهمو پلانونو او تصمیمونوکې مؤقت  ځنډ   او تعطل هم راغل وي زکه  دیوجهادي او سیاسي حرکت په توګه  طالبانو لپاره دخپل لومړی درجه د مشر شهادت  هیڅکله کومه  وړه حادثه او فاجعه نه وه….

خو داچې اسلامي امارت  لله الحمد یو منظم جهادي ، اداري، سیاسي او فرهنګي ځواک دی، چې دخپل چوکاټ  په ټولو څانګو او برخوکې منظم تشکیلات او تجربه  لرونکي کاري ټیمونه او په  مختلفو دندو با استعداده افراد او اشخاص لري   نوپه دې وجه  ددښمن  هغه  ټولې هیلې چې دمنصورصیب په شهادت پورې یې تړلې وې نیمه خوا پاتې شوې  او  دلږ ځنډ اومؤقت  تعطل وروسته دامارت د  کاري ځواک ماشین دخپلو ټولو پرزو سره په  کارپیل  وکړ اوپه جهادي عملیاتو کې هیڅ قسم ځنډ اویاقفه رانغله بلکې مجاهدین چې دمنصورصیب دشهادت دانتقام اخستلو په جذبه سرشارول هغوی  په دښمن ترپخوا نور قوي او دقیق بریدونه پیل کړل  چې تفصیل یې دلته  لیکنه اوږده وې لنډه داچې داسې کوم تغیر رامنځته نشو چې د وحشي غلیم زړه پري خوږ شوی وي

 نو  داسلامي امارت په اړه  دغسې انګیرنه لرل یا فکر درلودل د ناپوهۍ پرته بل تعبیر نلري ،زکه امارت په اشخاصونه بلکې په افکارو څرخي اونه دځینو ډلو او حرکتونو پشان کوم مادي او مالي نصب العین لري  چې دهغو په قطع کولو سره  یوګام مخکي  تلای نشي.امارت چې دکومې عقیدې او نظام دتسلسل نوم دی ، هغه ټول  دقربانیو او سرښندنوڅخه عبارت دی نه دمادیاتو او دنیاوې اغراضو څخه په دې وجه  چیرته چې مالي اغراض هدف وي هلته دمشرانو او کشرانو ترمنځو په سریې دیوبل سره کشمکش روان وي دیو مشرځای چې خالي شي بل ورته تیار په کمین کې  ناست وي  هغه دوړاندیني په ټولو خوبیو خاورې اړوي او دخپل ځان دځلونې او دخپلو شخصي اغراضو ترلاسه کولو لپاره مختلفې حیلې او پلمې کاروي  او زیارباسي چې بل څوک تري په قدرت منګلې خښې نکړې او هرچې امارت دلته مسؤلیت  یو دروند باردی دقربانۍ او فداکارۍ میدان دی په دې وجه  دمسؤلیتونو په سردجنګونو تصور هیڅ شتون نلری

 رازو  دامریکا دتیري په مقابل کې دشهید منصور صیب ځوانمردانه جهادي او سیاسي فعالیتونو ته   کله چې امریکا په افغانستان یرغل وکړ او دهغه په نتیجه کې دافغانستان مشروع  سیاسي نظام(اسلامي امارت) له سقوط سره مواجه شو، هغه مهال چا نه انګیرله  چې طالبان او مجاهدین به  بیا پورته کېږی  او دنړۍ د۴۹ هیوادو نو پوځي، سیاسي او اقتصادي  مجموعه ځواک به ننګوي   او هغو ی ته به تاریخي ماته ورکوي، د کم شمیر پرته  نور ټول  مبصرین او څیړونکي په دي ګومان وو چې طالبان لاړل…. بیابه …راټول  نشي او څه داچې  هغوی دې  دامریکا او ناټو  ګډ عصري ځواک وننګوي  ، دداسې تبصرو او وړاندوینو  په اوریدو دهغو افغانانو او مسلمانانو چې  ازادې ورته لکه ناموس  اومره محترمه او ګرانه ده  د زړونو او سترګو څخه   وینې بهیدې  اوکفري نړۍ له یوسرنه تربل  پخپل بري باندې جشنونه لمانځل اوافغانستان ته ځواکونه ننویستل یې خپل دایمي بری ګاڼه امریکا پخپل دې مؤقت  بري سره دومره مغروروشوه  چې نړیوالو ته یې  دخپلو حکمونو څخه دسرغړونې په صورت کې دسختوعواقبو اخطارونه ورکول او په مثال کې به یې  ورته توره بوړه یادوله !!  چیرته چې امریکا   زرکونه ټن وزن لرونکي بمونه استعمال کړی وو ،هم یې نړیوالو مالي ادارو او بانګونو ته حکم وکړ چې دنړۍ دهیوادونو مالي چارې په کلکه  څارل شروع کړئ، هر هیواد چې دامریکا د ګټو اوسیاست خلاف  عزایم لري،  هغه  سره  دمالي راکړې ورکړې نه ډډه وکړئ ، هر هیواد چې  په راتونکي کې کوم  بل هیوادته پورونه یامرستې ورکوي هغه به خامخا دامریکا  دحکومت  ادارې په جریان کې اچوي؛ دسرغړونې په صورت کې سرغړونکو هیوادو ته یې  د سختو عواقبو ګواښونه کول او ددې ترڅنګ یې دنړۍ هیوادونوته    دا هم په ښکاره  ټکیو کې ویل چې هرهیواد دي  پخپله پوځي بودیجه او دپوځ په شمیر کې کمښت راولي کنه امریکابه دهغو هیوادو پخلاف چې په پوځ هرکال درانه لګښتونه کوي او دوامدار دخپلوپوځیانوپه شمیر کې زیاتوالي راولي جدي ګامونه واخلي، دکیمیاوې وسلو دمخنیوي په درواغجنه پلمه یې دټولې نړۍ  پر هیوادونو خپلې پریکړې تحمیل او ومنلي  اوبیا یې  په درواغجنو  بهانو سره ( چې عراق دکیمیاوې وسلو پټې زیرمې لري)  په عراق حمله وکړه، دصدام حسین  رژیم په  ړنګولو یې دعراق ټول واړه اولوی ښارونه    قبضه او ونیول

لنډه داچې دغه مهال ټولې نړۍ (که هغه  اسلامي وه  اوکه کفري) په یو اتفاق سره دامریکا په وړاندې دتسلیمۍ لپاره  لاسونه پورته و نیول او دامریکا  دټولو غوښتنو او فرامینو منلو په اړه یې ډ اډ څرګند کړ

داسلامي امارت سقوط  چې دامریکا او کفري نړۍ   یوسترارمان و، هغه هم  پوره شوی و، نو دامریکا دهغه مهال دفاع وزیر ( رمزفیلډ )رسما دامریکا بری اعلان کړ چې امریکا دافغانستان جګړه ګټلې او په وړاندې یې طالبان او نوردجنګیدو توان او زور نلري

له دې حقیقته انکار ناشونی دی چې د دغسې نړیوال ډارپه ماحول کې چې ټولې نړۍ دامریکا په وړاندېوسله ایښې وه  امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رح  بیا هم   دخپل دریځ  نه وروسته او له خپل مسیره  و نه ګرځیده، هغه دامریکا په وړاندې دجهاد او مقاومت  دمنظمولو پریکړه وکړه  او ددې  درانه کار لویه ذمه وارې یې  دخپلو نایبینو( شهید ملاعبید الله   رح او ملاعبد الغني بردار حفظه الله )په غاړه کیښوده ، یقیناً شهید   الحاج ملا عبید الله رح او ملا برادر اخند چې دامریکا په وړاندې  بیرته  دامارت  صف په ژوندی کولو او منظمولوسره  کومه حیرانوونکې کارنامه ترسره کړه  هغه تاریخ کې په زرینوټکیو باندې  په لیکلوارزي! په هیواد کې امریکایانو  غلچکي او تعرضي عملیات منظمول دامارت مجاهدین او مسؤلین په دندو ګومارل او هغوی ته د کامیابو جهادي تاکتیکونو  اوپلانونو ورکول   اسان  او ساده کارونه، نه وو  خو هغوی په دې اړه له هرڅه نه بې پروا وو  او په لنډ وخت کې یې پخپلو جهادي مهارتونو اوبریاوو باندې  دنیاوال حیران کړل ، هم هغه و چې دامریکا په مستقیم  حکم شهید ملا عبید الله اخند په پاکستان کې ونیول شو او بیا په ډیر ناځوانمردانه  ډول  زندان کې شهید کړای شو،مشر امیر المؤمنین  رح،  دملاعبید الله اخند دنیول کیدو وروسته د ملا عبد الغني برادار اخند  ترڅنګ  ملا اخترمحمد منصور دخپل دوهم  نایب په توګه مقرر کړ، څو دامریکا یې اشغال په ضد هیواد کې د جهادي لیکو په منظمولو او رهبري کولو کې  خپل صلاحیتونه او استعداد  استعمال کړي، دشک پرته ملابرادر اخند او منصورصیب دملاعبید الله اخند وروسته  په  لوړجرئت او همت سره  دامارت صف منظم او رهبري کړ دامریکا او صلیبي ایتلاف په خلاف یې  دنړۍ په تاریخ کې ترټولو لوی جهاد ګام پر ګام دبري  ترمنزله ورساوه،  په ولس  او مجاهدینو کې یې جهادي احساسات او جذبات  ژوندي کړل ، او دامریکایانو دبري ټول  ارمانونه یې  دخاورو سره خاورې کړل  کله چې امریکایانو او دهغوی نورو ملګرو ته  دملا عبید الله اخند وروسته په جهادي فعالیتونو کې د نرمښت  اوکمښت څرک  ښکاره نشو نو ملا عبد الغني برادار اخندیې  هم  ونیو ، دهغه وروسته  یواځي  دامارت دټولوچارو رهبري او قیادت دمنصورصیب په ذمه شوه، زکه چې  دملا برادار اخند د نیول کیدو  وروسته  مشر امیر المؤمنینرح  یواځي منصور صیب دخپل یواځیني نایب په حیث اهل وباله  او ورسره یې بل تن دنایب په توګه مقرر نکړ، منصور پخپل خدای ورکړي استعداد سره  دمجاهدینو دصفونو لاتنظیم ته دمشر ملا صیب رح  دفراست  او انتخاب سره سم دمادي او معنوي  دواړو له پلوه یوه نوې انرجې  او  روحیه وبښله  او په پوځي میدان کې دامارت ځواک یې ترپخوانه زیات تقویه او فعال کړ، پر دښمن یې  دهیواد په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې  دعملیاتو او بریدونو  لپاره نوي  مؤثر تاکتیکونه  وکارول ،دامارت اداري، اقتصادي، تعلیمي ، فرهنګي او سیاسي قالبونه یې په ښه بڼه ورغول ،  چې دهمدې ابتکاراتو په برکت  او دنوموړي  دمؤثرقایدانه بصیرت  اوفراست څخه دډکولارښوونو په نتیجه کې  په لومړي ځل  بسته  ولایتونه دامریکا او ناټوپه موجودیت کې  دمجاهدینو لخوا ونیول شول چې په دې سره په مجاهدینو کې  دټول هیواد  دنیولو روحیات او مورالونه راوټوکیدل او هم نړۍ ته یوځل بیا جوته شوه چې د اسلامي امارت بیرته راتلل سل په سله کې امکان لري

دامیرالمؤمنین دنایب او بیا دامیر المؤمنین په حیث  دمنصور صیب  دوره  دجهادي بریاوو او دامارت  د داخلي نظم ونسق له پلوه یوه شانداره دوره وه چې پکې منصورصیب دظاهري  نظم و نسق ترڅنګ معنوي  نوښتونه هم رامنځته کړل دټولو ادارو لپاره یې  اصول او لوائح  ترتیب  او جوړکړل  داسلامي امارت پوځي او جهادي قوت یې   ترپخوا نه زیات مجهز اوفعال  کړ په  اداري ، فرهنګي ، اقتصادي او تعلیمي برخو کې  یې هم دپخوا نه زیات  نظم دسپلین او مقررات راوستل   اوپه دي توګه اسلامي امارت ته یې د یولوی  اجتماعي ځواک امتیاز ور و باښه

 که څه هم دمنصورصیب دنیابت او امارت  په دواړو  دوروکې  ازمایښتونه او امتحانونه  هم زیات وو خو نوموړی پخپل خدای ورکړي فراست سره  له  هغو ټولو ننګونو او چیلنجونو او ازمایښتونوڅخه  سرلوړی  او موفق ووت

د منصور صیب بله تاریخي کارنامه داوه چې  اسلامي امارت یې له  سیاسي  تنهائي او یواځیتوب ووایست  او دامریکا هغه پروپاګند او تبلیغ یې ناسم ثابت کړ چې ګواکي طالبان د ټولې نړۍ ثبات او او امنیت ته ګواښ یاخطر دي ، منصورصیب هغه هیوادونه چې په افغانستان کې دامریکا سره په جګړه کې ښکېل ندي  هغوی ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت دهیڅ یوهیواد لپاره  ګواښ او خطر ندی، په دې سره  دنړۍ ځیني  مهمو او مؤثرو هیوادو  هم  دامریکا یې د دریځ په وړاندې دطالبانو له دریځ  نه ملاتړپیل کړ او  له افغانستانه دامریکایې ځواکونو دویستلو غوښتنه هغوی هم وکړه

منصورصیب  دامارت پخپلواک حیثیت او دریځ کومه معامله ونکړه او کله چې دښمن باور راغی چې هغه ( منصورصاحب ) هم دمشر ملاصیب په څير پخپلو عزایمو باندې ثابت قدم او دخپل موقف نه وروسته کیدونکی ندی  او لګیا دی  د ځان  او امارت دسیاسي تنهائي څخه وباسي  ممکن دنړۍ ډیری هیوادونه دطالبانو له  دریځ نه عملي ننګې او ملاتړ ته هم زړونه ښه کړې نو ژریې دنوموړي شهیدولو پریکړه وکړه زکه هغوی ته معلومه شوې وه  منصورصیب  کرارکیني نه، هغه لګیا دی دنړۍ خپلواک اوبیطرفه هیوادونه په واقعیتونو قانع کوي او هڅوي  یې دیته  چې هغوی هم پورته شي او دامریکا په روانو جنایتونو  نورخاموش پاتې نشي

 منصور صاحب رح په دې هم پوهید چې  داګامونه یې  دښکېلاک او دهغه دغلامانو لپاره دزغم او برداشت وړندي  او  ضرور به هغوی پخپل ټول وس سره دده له منځه وړلو کوښښونه کوي خو بیا هم له دینه بې پروا وو او په دې لار کې دشهادت جام څکلوته تیارو  خو دخپل هدف او مسیر نه د  یو اینچ په اندازه هم په بله خوا  کوګ نشو

  موږ دتیرو ۹میاشتو راهیسې وینو  چې هغه مغرور هیواد( امریکا) سر ایښی او دامارت سره په مخامخ خبرو کولو  سره غواړي ځان  ته دنجات لار ولټوي اوپه مقابل کې طالبان  په فاتحانه لهجه  له افغانستانه دټولو امریکایې عسکرو  وتلو په دریځ ټینګار لري ، داهغه لاسته راوړنې دي چې  لومړۍ لیکې یې  منصورصیب کښلې وې  او دا دهم هغه د سیاسي ابتکاراتو خواږه دي چې  دقطر  په پلازمینه دوحه کې داروپا او نړۍ دیوسرنه تربل هیوادونه هڅه کوي چې داسلامي امارت  دسیاسي مرستیال او  له سیاسي مرکچي ټیم سره وویني  او ورسره خپل سیاسي او دیپلوماتیک  مزي وغځوي چې د بیطرفوسیاسي کارپوهانو په نظر دا د امارت لپاره لوی سیاسي بری دی

څنګه  چې دښمن داسلامي امارت دمخنیوي او نابودی لپاره دخپل ابلیسانه عادت له مخې  هیڅ داسې وسله ،حربه او دسیسه نشته چې هغه یې نه وې کارولۍ دخپلو پرمختللو وسلو او ټیکنالوجۍ داستعمال ترڅنګ دښمن دګڼو جعلي او تزویرې هلوځلو دلارې هم کوښښونه وکړل چې امارت  او مجاهدین ( خدای مکړه وځپي) دمحلی پولیسو په نامه داربکیانو حربه او دسیسه یوه لویه اوقوي د سیسه یې ددې لپاره جوړه کړه چې په کلیو، بانډو او تپو کې طالبان په جنګونو کې ښکېل کړې څو ښارونه او د دوی اصلي  مرکزونه دحملو او بریدونو څخه خوندي وي خو دمجاهدینو او دامارت دمشرتابه په قربانیو سره د اربکیانو لویه  فتنه هم په  نطفه کې خنثی شوه او دمحدودو ولایتونو پرته یې په  نور هیواد کې دمجاهدینو په عملیاتودپام وړ تاثیر ونکړ، دهغه نه وروسته یې یوه بله لویه  فتنه دداعش  ، خوارجو اوتکفیري سوچ  خاوندانو راپیدا کړه، چې هدف یې تري  هغه مردکی چې یو مجاهددامریکایې دوژلو لپاره ساتلی و ، دامریکایانو په ځای  دیته   اړشي چې هغه په مسلمانانو استعمال کړې څو مسلمانان پخپلو کې سره  په مرګونو اوجنګونو کې کیوزي او دوی تري په  امان شي

دهمدې لپاره یې داعش فتنه له عراق نه افغانستان ته راوړه ،  منظمه یې کړه، مجهزه  یې کړه، هغه اشخاص چې دلته  له وړاندېنه  دتکفیري عقایدو او اندونو په لور مایل وو هغوی یې ورته راجلب  او  یوځای کړل او داسلامي امارت او مجاهدینو په ضدیې په یوډیرلوی نه بښونکي جنایت لاس  پورې  کړ، علماءِ کرام یې شهیدان کړل دقومونو مشران ، ملکان او عام مسلمانان یې په ډیره بې دردۍ سره شهیدان کړل نور ډول ډول ظلمونو او وحشتونه یې شروع  کړل

الله تعالی دي دمنصورصیب په قبررحمتونه نازل کړې، چې  ددې بدمرغه او کرغیړنې فتنې دسرکوبۍ او دناولو ریښو د ریبلو لپاره یې  په جرئت او میړانه قدم پورته کړ او په خلاف  یې دجنګ هغسې پریکړه وکړه لکه  داسلام څلورم راشد خلیفه حضرت علي  رض  چې نهاوند کې د میشت  اوسنیو خوارجو دپلرونو او نیکونودسرکوبۍ لپاره کړې وه  او هلته ( نهاوند)  ته ورغی  هغوی  مات او  وځپل هم داسې منصورصیب  او مجاهدینو دخوارجو داعشي فتنه  ټرډیره وځپله  او که خدای کول پاتې شته  جرړې به یې هم ژر ووزي

مختصر داچې مرحو م منصور صیب  په ۱۴ مه پيړۍ کې  یوباتور، زړور، او فقید المثال مشر و الله تعالي دي ورته ټول جهادونه او خدمتونه قبول کړي او ګران افغانستان او مظلومو افغانانوته دي متعالی څښتن  دامریکاپه مشرۍ دټولو پټو او  ښکاره فتنو څخه نجات ورکړي امین

Related posts