جون 20, 2019

د شهید او شهادت ورځ…!!

د شهید او شهادت ورځ…!!

د ورځي خبره:

نن د غبرګولي لومړی سهار دی، دا ورځ که څه هم د نورو ورځو په شان سهار او ماښام لري خو ځانګړتیا یې دا ده چې د الهي قضا له مخي، زموږ مسلمان ولس خصوصاً اسلامي امارت په همدې ورځ له یوي ډېري ستري هستۍ څخه د تل لپاره محروم شوی.
له همدې ځایه ده، چې د دې ورځي هر راتلونکی سهار د هغه مرحوم په بیلتون کې له یو عالم ارمانونو سره را د بره کیږي، او زموږ مؤمن ولس د جوزا دا لومړۍ نیټه د خدای بخښلي شهید د شهادت په یاد لمانځي، او سپیڅلي روح ته یې د دعا لاسونه لپه کوي…
له نن نه درې کاله وړاندي د اسلامي امارت هغه وتلی مجاهد زعیم د سرو یرغلګرو کافرانو له لاسه په داسي حال کې په شهادت ورسید چې د خدای په لاره کې یې د خدای د دین د اعلاء او د وطن د آزادۍ په تکل سر په لاس کې اخیستی او د دې نیمګړې دنیاګۍ هر ډول نعمتونه یې تر شا پري ایښي وو..
دغه ستره هستي شهید منصور یادیده، هغه منصور چې د اسلامي امارت په سرسپارلې جهادي قافله کې یوه نابغه او وتلې څیره وه، یو مدبر، مؤثر او مسلط شخصیت و.
تقوی، اخلاص، جهادي مینه، پوځي صلاحیت، سیاسي درایت او د نظم و نسق بصیرت یې په موهوبي شکل په قیادي شخصیت کې اخښل شوي وو.
څرنګه چې د افغانستان اسلامي امارت په معاصر دور کې په نړیواله کچه د کفر او استبداد پرخلاف د جهاد او مبارزې د یو مستحکم سنګر مقام ګټلی؛ یو لامل یې دا دی چې تأسیسي قائدین یې الله تعالی د رهبريت او مشرتابه له فوق العاده وړتیاوو څخه برخمن کړي دي.
چې خپله د امارت مؤسس، زعیم امیرالمؤمنین، مرحوم ملامحمدعمرمجاهد رحمه الله د پورتنۍ ادعاء یوه ژوندۍ نمونه وه.
شهید منصور رحمه الله د همغه أمیر د لاس نیالګی وو چې د عصر په ترټولو حساسو شرائطو کې یې د جهادي قافلې رهبري په خارق العاده ډول انجام کړای شوه .
تفصیلاً د نوموړي وړتیاوي او ځانګړتیاوي په دغه مقاله کې را سپړل ګران کار دی، د بیلګې په توګه به د هغه خپلي څو خبري د یادګار په توګه را نقل کړو: چې د نوموړي شخصیت له اسلامي او ملي زاویې راته څرګندوي: د خدای بخښلي شهید منصور اکثره توصیې به خپلو مجاهدینو ته په دې ډول وي:

1 « په هرڅه کې باید شریعت ته غاړه کیږدو، په جهاد کې باید ځاني اجتهاد، شخصي مزاجونه یا افراط او تفریط ورګډ نه کړو، بلکې یوازې د شریعت تابع واوسو، په دې باید ټینګه عقیده ولرو هغه څه چې شریعت یي امر کوي زموږ په خیر دي که څه هم ظاهرًا د چا په مزاج درانه تمامیږي.»

2 « زه د اسلامي امارت د مؤسس او زموږ او ستاسو د محبوب رهبر أمیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله دا خبره یو ځل بیا را ژوندۍ کوم او وایم چې موږ له هیچا سره شخصي دښمني او تضاد نلرو، زموږ دوستي او دښمني یوازې د اسلام د مقدس دین د آساساتو پر بنا ده.»

3 « مجاهدین باید ډېر متوجه وي چې د عملیاتو پرمهال د بیګناه خلکو ویني تويی نشي اسلامي امارت د خپل ولس د تحفظ مسئولیت پرغاړه لري او زه به د اسلامي امارت د امیر په حیث هیڅکله اجازه ورنکړم چې د بی احتیاطۍ له امله د خلکو سر یا مال ته زیان ورسیږي »

4 « عام ولس چې د مجاهدینو تر واک لاندي ساحو کې اوسي،، مجاهدین دې په دې پوه سي چې دا ولس د الله تعالی یو امانت دی، دوی الله تعالی موږ او تاسو ته را سپارلي او موږ یې ورباندي حاکمان کړي یو، چې دا په حقیقت کې یو منصب نه؛ بلکي یو لوی ازمویښت دی، نو مجاهدین باید له هغوی سره داسی چلند ونکړي چې خدای مکړه د کبر، غرور، بداخلاقۍ، ظلم او شدت څخه ډک چلند وي، ځکه چې په دې سره به ضرور ټول مجاهدین د الله تعالی د قهر مستحق ګرځي، الله تعالی هیڅکله ظلم نه خوښوي، نو لهذا مجاهدین دې همیشه د نبوي ارشاد: «بَشِّرُوا وَلاَ تُنَفِّرُوا وَيَسِّرُوا وَلاَ تُعَسِّرُوا…» سره سم چال چلند وکړي، ترڅو دا ځوریدلی ولس لا پسي ونه ځورول شي »
پورتنۍ خبري د شهید منصور د ویناوو مختصر اقتباسات دي، له دې نه سړی پوهیدلای شي چې نوموړی واقعاً یو مؤمن، خواخوږی، مدبر قائد او ملي شخصیت و.
لوی او متعال الله دې له خپل رحمت، مغفرت او رضا څخه هیڅکله نه بې برخي کوي. آمین

پای ………….!

Related posts