جنوري 24, 2020

په ټول هیواد کې د دیني مدارسو د طالبانو تر منځ تقریري سیالۍ ترسره شوې

په ټول هیواد کې د دیني مدارسو د طالبانو تر منځ تقریري سیالۍ ترسره شوې

د افغانستان د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسيون د ټول هیواد ددیني مدارسو د عالیه ( موقوفة علیها) درجې د طالب العلمانو ترمنځ د (د مسئول حق پر رعیت او د رعیت حق پر مسئول باندې) ترعنوان لاندې د ۱۴۴۱ هجري قمري کال د تقریر سیالۍ په بریالیتوب سره تر سره کړې چې ګټونکي یې په غوره ډالیو او ستاینلیکونو وستایل شول.

په هغو غونډوکې چې په همدې موخه د هیواد په ګوټ ګوټ کې په مساجدو او مدارسو کې جوړې  شوې وې، د یاد کمېسیون د شمال ختیځ او جنوب لوېدیځ حوزو پر مسوولینو برسېره، مشائخو، علماء کرامو، د اسلامي امارت د نورو کمېسیونونو مسئولینو، ولایتي مشرانو او مدیرانو پکې ویناوې وکړې.

ویناوالو د تقریري سیالیو ګټونکو، د هغوی کورنیو او د مدرسو مهتممینو ته مبارکۍ وویلې او له ولسونو يې هم مننه وکړه چې په دې سختو شرائطو کې يې مبارزه کړې او د پوهنې بهیر يې فعال ساتلی دی.

د سیالیو په وروستيو کې ګټونکي اعلان شول چې د هرې غونډې په کچه د څلورو تنو معتبرو علمي شخصیتونو چې د ممیزه هیئت په ترکیب کې وو، له لوري غوره شوي وو.

د معارف کميسیون له لوري د تقریري سیالیو  لومړي، دوهم او دریم مقام ګټونکو ته نغدي جائزې، کتابونه، ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې.

یادو غونډو کې د پوهنې پر مسئولینو سربېره چې ددې سیالیو ترتيب او سرپرستي یې کوله، د نورو ملکي کمیسیونونو مسئولینو، ولایتي مسوولينو، علماء کرامو، قومي مشرانو، د پوهنې کارکوونکو، استاذانو، طالب العلمانواو ولسي وګړو ګډون کړی وو.

د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ هر کال د یاد کمېسیون له لوري ددیني مدارسو د طالبانو لپاره د یوه تربیتي سیمینار په توګه جوړیږي.

۳۱-۱۲-۲۰۱۹

 

Related posts