جنوري 24, 2020

د اسلامي امارت سیاسي مرستیال محترم ملا برادر اخند ایران ته سفر وکړ

د اسلامي امارت سیاسي مرستیال محترم ملا برادر اخند ایران ته سفر وکړ

تیره ورځ د اسلامي امارت سیاسي مرستیال محترم ملا برادر اخند د ایران مرکز تهران ته ورسید.
دغه سفر د ایران اسلامي جمهوریت ته د دواړو هیوادونو ترمنځ د ښو اړیکو، په هغه هیواد کې د افغان مهاجرینو او راتلونکو مثبتو روابطو د تأمین په نیت ترسره شو.
د اسلامي امارت سیاسي مرستیال محترم ملا برادر اخند او ورسره هیئت يې د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي جواد ظریف او نورو لوړ رتبه چارواکوسره وکتل، د افغانستان د مسئلې د سولیز حل په لارو چارو او په دې برخه کې د روانې پروسې په هکله يې تفصیلي خبرې وکړې.
همدا ډول د دوه اړخیزو روابطو او په ایران کې د افغان مهاجرینو په ستونزو هم خبرې وشوې.
ایراني چارواکو له افغان ولس سره د لاښو اړیکو ساتلو هیله څرګنده کړه او په هغه هیواد کې د افغان مهاجرینو د ستونزو د حل ژمنه يې وکړه.
د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند محمدسهیل شاهین
۳/۳/۱۴۴۱هـ ق
۶/۹/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/11/27م

Related posts