جنوري 24, 2020

د جدي په شپږمه د شورويانو د یرغل په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

د جدي په شپږمه د شورويانو د یرغل په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

۴۰ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ هجري شمسي کال د جدي په شپږمه نیټه مغرورو شوروي لښکرو زموږ د اسلامي هیواد افغانستان په پاک حریم یرغل وکړ.
پر افغانستان د شورویانو یرغل د معاصر تاریخ یوه لویه غمیزه وه.
بې رحمه کمونیستانو زموږ د مؤمن اولس قتل عام، د کلیو بمبار او هر اړخیز تخریب پیل کړ. دوی فکر کاوه چې د زور او ظلم په توسط به زموږ په مؤمن اولس خپل باطل نظام او طاغوتي افکار تحمیل کړي؛ خو زموږ اولس د خپلو مقدسو ارزښتونو د ساتنې او دفاع لپاره نه اټکلیدونکې قرباني ورکړه، یو نیم میلیون هیوادوال مو د اسلام د دفاع په لاره کې قربان شول، همدومره زخمیان، معیوب، بندیان یا نادرکه شول، اکثره کلي او ښارګوټي ونړیدل، د هیواد زیربناوې له منځه لاړې اما مؤمن اولس مو له دې ټولو ناخوالو او د بې رحمه یرغلګرو له ظلم او وحشت سره سره دې ته اماده نه شو چې له خپلو مقدساتو او ارزښتونو تېر شي او د شورویانو اشغال ومني. بالاخره د سترو قربانیو په برکت شوروي یرغلګر مات او په ځوړند سر زموږ له هیواده وتښتیدل.
د شوروي یرغل د پیل د ورځې په مناسبت باید اوسنیو اشغالګرو ( امریکایانو) او د هغوی ګوډاګیانو ته دا خبره وریاده کړو، چې تاسو چې د وحشت او دهشت کومې تجربې کوئ، کلي ورانوئ، کورونه سوځوئ، ماشومان او ښځې قتلوئ، زندانونه په مؤمنانو ډکوئ او د چنګیز، انګریز او شوروي خونریز د وحشتونو نمونې تکراروئ، باید په دې پوه شئ چې د وحشت دغه تجربې دلته همیشه ناکامې او خنثی ثابتې شوې دي.
په یاد ولرئ چې دا ملت د عزت مرګ ته آماده دی مګر د ذلت او محکومیت ژوند نه شي منلی.
نو راشئ له تیرو تجربو په زده کړه له تعقل څخه کار واخلئ. ناروا اشغال ته د پای ټکی کیږدئ او زموږ مظلوم اولس پریږدئ چې په خپل هیواد کې له خپلو ارزښتونو سره سم د عزت او آرام ژوند وکړي.
په پای کې د شوروي یرغل په تقبیح او محکومیت سربیره د افغانستان د جهاد ټولو شهیدانو ته له الله تعالی څخه جنت الفردوس غواړو، الله تعالې دي د ټولو شهیدانو، زخمیانو، معلولینو، مهاجرینو او مجاهدینو تکالیف په خپل دربارکې قبول کړي. آمین یا رب العلمین
د افغانستان اسلامي امارت
۳۰/۴/۱۴۴۱هـ ق
۶/۱۰/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/12/27م

Related posts