جنوري 24, 2020

د اوربند په تړاو د پروپاګند په اړه د اسلامي امارت د ویاند وضاحت

د اوربند په تړاو د پروپاګند په اړه د اسلامي امارت د ویاند وضاحت

له څو ورځو را په دې خوا ځينې رسنۍ د اسلامي امارت لخوا د اوربند په اړه غلط او له حقیقته لرې راپورونه خپروي.
ځينو رسنیو خپل پروپاګند تر دې کچې هم رسولی چې د اوربند په مسئله د اسلامي امارت په دننه کې د اختلافاتو دورغجن افواهات تبلیغوي.
واقعیت دادی چې اسلامي امارت د اوربند کوم تصمیم نه لري، امریکایانو د جګړې د حجم او د عملیاتو د کمښت غوښتنه کړې، چې د اسلامي امارت په جهت کې په همدې مشخصه مسئله مشورې روانې دي.
د اسلامي امارت د مشرتابه لخوا تراوسه نهايي پریکړه نه ده شوې او نه هم په دې اړه د اسلامي امارت په صف کې کوم اختلاف موجود دی.
کوم شیان چې دښمن پلوه رسنۍ د شیطانت په دود تبلیغوي، هیله ده هیوادوال هيڅ اعتنا ورته ونه کړي.
ځينې مغرضې استخباراتي کړۍ د رسنیو په مټ هڅه کوي چې روانه مذاکراتي پروسه د تشویشونو، بې ځایه خوشباوریو او کاذبو معلوماتو خپرولو په مټ سبوتاژ کړي.
اسلامي امارت به په سیاسي او نظامي دواړو برخوکې د اسلامي شریعت په رڼا کې د هیواد د علیا ګټو او جهادي آرمانونو د تحقق په نظر کې نیولو سره لازم او مناسب ګامونه پورته کوي. ان شاءالله
د نویو پرمختګونو په اړه به اسلامي امارت له خپلو رسمي لارو هیوادوال په جریان کې اچوي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۴/۵/۱۴۴۱هـ ق
۹/۱۰/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/12/30م

Related posts