جنوري 24, 2020

د شهيد ملا احمدشاه ملنگيار ژوند ته كتنه

د شهيد ملا احمدشاه ملنگيار ژوند ته كتنه

سعد کټوازی:

د يو هېواد په خاوره او يو ملت په تاريخ كې حماسې او شهكارۍ په خپله پر تبېعي ډول نه را منځته او را بوټېږي، بلكې چې كوم غليم پر بده ور وگوري، يرغل پر ور وړي، سوله او سوكالي، استقلال او ازادي، مذهب، وگړي او په ټوله كې ملي او مذهبي ارزښتونه يې گواښي.

نو پر وړاندې يې خاوره په خپله غېږه او ملت له خپله منځه داسي بچيان ولري چې پر سېنه يې ډال شي، ترې ننگه وكړي، د غليم په سترگو كې يې سترگي ورښخې كړي، ورسره توره و وهي او پړق ترې پورته شي، هغه له هېښونكو لارو را وپرځوي ياهم پرې خپل سر له اوږو ښكته كړي، حماسه رامنځته او شهكارۍ ترسره شي چې بيا ټوله خاوره پر يادېږي او ټول ملت پر وياړي.

دا چې له نېکه مرغه د افغانستان خاوره او افغان ملت په خپل ټول تاريخ له داسي بچيانو څخه نه دی بې برخي شوی، له همدې امله دغه هېواد د حماسو كور او د ملت تاريخ يې له شهكاريو ډك دی، د هېواد او ملت همدغه اصيل بچيان دي چې پرې موږ د حماسو توغ پرلاس او شهكار ملت يادېږو، له دوی څخه يوهم شهيد ملا احمد شاه ملا ملنگيار تقبله الله و چې د ژوند پر اړه يې په لاندې څو كرښو كې گړېږو.

زوكړه او  زدكړې: شهيد مولوي احمد شاه چې پر ملا ملنگيار پېژندل كېده د مرحوم حضرت علي زوی په۱۳۹۳هـ لمريز كال چې له۱۹۷۱سره برابر دی د پكتېكا ولايت وازېخوا ولسوالۍ د محمد خان قلعه په يوه غريبه او علم دوسته كورنۍ كې زېږېدلی، په څلور كلنۍ كې يې والد مرحوم وفات او هغه يې د شفقت له سيوري بې برخي شو، پر ۱۱كلنۍ يې كورنۍ له شوروي يرغل څخه د مهاجرت په لړ كي د گاونډي هېواد سره پر پوله د ژوب سيمي ته هجرت وكړ.

لومړنۍ زدكړي يې د كلي له ملا امام څخه وكړې، ثانوي زدكړې يې لومړی ځل پولي ته څېرمه قمردين كارېز د زرې ډگري سيمي مرحوم عبدالرحمن صاحبزاده په احياءالعلوم نومې مدرسه كې له مرحوم ملا عبدالمنان صاحب څخه پيل كړې، د صرف او نحوي زياتر كتابونه يې همدلته ولوستل، له هغه وروسته د كټواز ياخېلو ولسوالۍ د لوی مسجد امام مرحوم مولوي عبدالله صاحب ته لاړ او د وه كاله يې همغلته تېركړل، له هغه ځايه د همدې ولسوالۍ د مرحوم مولوي حمدالله فائز مدرسې ته لاړ، د منطق او علم معاني زياتر كتابونه يې هملته و ويل.

دا چې د جهادي بوختياو له امله يې په زدكړو كې گڼي وقفې رامنځته شوې، د لوړو زدكړو وړه دوره يې پر۱۳۸۴هـ لمريز كال چې له۲۰۰۳ زېږديز سره برابر دی د بلوچستان ايالت كوئټې په شالدره كې وكړه، ورپسې يې لويه دوره په۱۳۸۶هـ لمريز كال د ژوب په دارالهدی مدرسه كې له مولانا الله داد صاحب حفظه الله څخه وكړه او همدلته د زبده مشائخو او جيدو عالمانو پرلاس د ملايي پكړۍ ور پر سر كړای شوه.

د جهاد پيل يې: شهيد ملاملنگيار تقبله الله له هجرت وروسته په ژوب كې څه موده له خپل تره اكبرشاه اكا سره په هوټل كې كار وكړ، نږدې۱۷كلنۍ كې له تره او كورنۍ پټ د خپلي سيمي پر لور د جهاد پر نيت لاړ، د شوروي ضد جهاد كې يې برخه واخېسته او د هغه تر ماتېدو يې جهادي فعاليت وكړ.

د كورنيو او تنظېمي جگړو پر مهال يې دېني زدكړو ته مخه كړه، په كندهار كې د طالبانو د اسلامي تحريك را پورته كېدو سره سم چې د شهيد ملا عبدالباسط آغا صاحب تقبله الله په مشرۍ په سيمه كې مجاهدين منظم شول شهيد ملا ملنگيار تقبله الله د اغاصاحب معاوين وټاكل شو او د اشغال تر شپږم كال پوري پرلپسې۱۱كاله يې د هغه د معاوين په توگه فعاليتونه تر سره كړل.

كله چې د پكتيكا مجاهدين د شهيد ملا عبدالقهار تقبله الله پر مشري د ارگون ولسوالۍ ته ورسېدل او د خالد قرارگاه فتحه شوه، شهيد اغاصاحب تقبله الله خپل ملگري د شهيد ملا عالم خان روحاني تقبله الله پر مشري د ميدان ښار پر تشكيل روان كړل او شهيد ملاملنگيار يې د ارگون ولسوالۍ د ولسوال په حيث و گوماره، كله چې خوست ته د تحريك رسيدو وروسته د سرحدي لوا چاري شهيد اغاصاحب تقبله الله ته ور له غاړي شوې په هغه كې يې هم شهيد ملا ملنگيار په زړه پوري نيابت او ځای ناستي وكړه او د اسلامي امارت تر سقوط پوري يې د لوا چاري خورا پر منظم ډول پر مخ يووړې، د لوا د مشرۍ ترڅنگ په نظامي چارو او په پكتېكا ولايت كې د اغاصاحب۴نظامي كنډكونو د فعاليتونو په تنظيم كې هم له هغه سره بشپړ همكار و.

د اسلامي امارت سقوط لكه چې يو ستر ازمويښت و دغه مرحله د ټولو مجاهدېنو لپاره له ډېرونورو ازمېيښتونو څخه ډكه وه، ځيني يې په كور كېناستل خو ير غلگرو او د هغوی گوډاگيانو كېناستو ته پرې نه ښودل، ځيني يې مخفي ځايونو ته لاړل او د نوي جهادي بهير پيلولو تابيا يې نېوله او ځيني نور يې د دې ترڅنگ پر تدريسي چارو او د نېمگړو زدكړو پر تكمېل بوخت شول، شهيد ملا ملنگيار تقبله الله هم د دې وروستيو له جملې څخه و چې نېمگړې زدكړي يې بيا پيل كړې.

ډېر زر يوځل بيا د مشر ملاصاحب رحمه الله له لوري د نوي جهادي بهير امر وشو، دا مهال امكاناتو ته پر كتو لكه څومره او څنگه چې په كار و همغسي مجاهدېنو په نوي اسلوب خال خال غلچكي بريدونه پيل كړل، شهيد ملا ملنگيار تقبله الله هم له زدكړو څخه تر فراغت پوري د اختريزو، كلنيو او ځيني نورو غير مترقبه رخصتيو څخه پر گټي اخيستني د دې بهير ملتيا كوله او گڼ فعاليتونه يې ترسره كړل.

خو موده نه وه وتلې چې مجاهدېن له دغې مرحلې تېر شول، پر مختگونه يې رامنځته كړل، لويو او وړو يرغليزو بريدونو، بمي چارودنو، كمېنونو او مخامخ بريدونو ته يې لاره وموندله، هغه و چې پر۱۴۲۴-۲۵او۲۷كلونو پرلپسې د وړممۍ، تروې، وازېخوا، خوشامند، گومل ولسوالياني او د گومل مربوط بندر پر نوم قرار گاه د شهيد اغاصاحب تقبله الله ملگرو له لوري فتحه شوې چې د خوشامند په فتحه كې يې شهيد خنجري او د گومل او قرارگاه په فتحه كې يې د سيمي مجاهدېنو ملتيا كوله، شهيد ملا ملنگيار تقبله الله هم په دې ټولو كې بالقوه او د تروې ولسوالۍ او اړوندو پوستو په فتحه كې بالفعل د رغنده رول څښتن گڼل كېده.

تر دې مهاله يادي ټولي ولسوالۍ د كورنيو گوډاگيانو له لوري اداره كېدلې، خو د گومل ولسوالۍ ته چې لا له وړاندي هغوی راغلي و، نو په لومړيو كې ملا ملنگيار د شهيد ملانواب خان حكمت تقبله الله او څه نورو مجاهدېنو په ملتيا د يادي ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو كې پرې د ځمكنيو او د لاري غاړي ماينونو، كمېنونو او تكتيكي چاودنو په بڼه گڼ شمېر عمليات ترسره كړل او درانه تلفات يې ور واړول.

كله چې پر لومړي ځل يرغلگر د وازېخوا ولسوالۍ ته راغلل او له دې ځايه يې د تروې او وړممۍ ولسواليو ته هم د مجاهدېنو پر ضد عمليات رهبري كول، پر وړاندې يې جهادي فعاليتونه هم سخت او خونړي شول، د وخت غوښتني او شرائط ورسره بدل شول او شهيد ملا ملنگيار تقبله الله هم تازه له ديني زدكړو را فارغ شوی وه، نو پر۱۳۸۷هـ لمريز كال يې له اغاصاحب تقبله الله څخه جلا ډلگۍ فعاله او له هغه سره پر همغږۍ يې خپلو فعاليتونو ته دوام وركړ.

دا چې شهيد ملا ملنگيار تقبله الله لا له وړاندې د وازېخوا او تر وې په لويه لاره پرته د زيارت او سروكمرو سيمو كې فعاليتونه درلودل د يرغلگرو يو ټانگ يې زيارت ته څېرمه د چمن سيمه كې منفجركړ او وركي سپرو يرغلگرو سره يې له منځه يو وړ، همدارنگه يو بل ټانگ يې هم له يرغلگرو ډك د سروكمرو په سيمه كې له منځه يووړ، له دې پرته يې په گڼو سېمو كې پرې پر وار وار بريدونه او چاودني ترسره كړې او يرغلگر دښمن ته يې د ځان او مال درانه زيانونه اړولي وه.

يرغلگرو چې د وازيخوا ولسوالۍ ستراتېژيك موقعيت له امله هغې ته زياته پاملرنه درلوده له خورا پياوړو طرحو او اوږد مهاله پلانونو سره وركې مېشت شول، خو د شهيد ملا ملنگيار تقبله الله په څېر غښتلو جهادي قوماندانانو يې پر خپل ځواكمن هوډ ټولي طرحي سره ور گډې وډې كړې او يرغلگرو ونكړای شول دلته پښه ټېنگه كړي، هغه و چې په ليږ وخت يې ياده ستراتېژېكه ولسوالۍ پرېښوده او ترې وتښتېدل.

له هغه وروسته شهيد ملا ملنگيار تقبله الله يوځل بيا پر كورنيو گوډاگيانو مخ را واړاوه او د سيمه ايزو مجاهدېنو پر ملتيا يې يرغليز بريدونه، چاودني او كمېنونه پرې تر سره كړل، د گواشتې سيمي د پوستو فتحي په څېر زياتر لويو بريدونو او ځيني وړو هغو كې يې برخه لرله چې د ليكني د اوږدېدو او د پېښو كره تاريخونو ته د نه لاس رسۍ له امله يې دلته له بشپړ څېړلو څخه تېرېږو.

په دې وروستيو۵كلونو كې شهيد ملا ملنگيار تقبله الله ته پرلپسې د ولايتي كمېسيون غړيتوب ور له غاړي و چې د كمېسيون اړوند چارو، د مجاهدېنو خپلمنځي او عامو وگړو ترمنځ روغو جوړو، د جهادي چارو د ارزوني په پار هيئتيو، له نظامي بېلابېلو قطعاتو سره پر اړېكو نېولو او داسي نورو به بوخت و، نو ځكه يې ياده موده په وسلوالو فعاليتونو كې ډېره برخه نه وه اخيستې، نوموړی دوه ځله سر سري ځخمي شوی هم وه او يو ځل هغه مهال چې له جهادي سفر څخه كورته راستنېدو ژوب ته نږدې د پاكستان هېواد امنيتي ځواكونو له لوري له دوه تنه ملگرو سره و نېول شو چې بيا د ژوب سيمي ديني عالمانو او قومي مخورو پر هڅو له دوه مياشتي بند وروسته را خلاص شو.

شخصيت يې: د شهيد ملا احمدشاه ملنگيار تقبله الله د شخصيت په اړه كه د پېيلو او ناپېيلو كېسو پر ځای د هغو د مدار پر عنصرونو بسنه وكړو، نو څومره چې ما پېژاند هغه يو د ټينگ هوډ، لوړ جهادي فكر او پخې تجربې څښتن شخص و، د قوي هيكل او صلابت سربېره يو زړور او حماسي تبه سړی و، د ارام مزاج سره سره ډېر خوش تبه او مزاحي هم و، هغه د مېړاني، اخلاص، رښتونولۍ نمونه او يو نوميالی او شهكار مجاهد يادېده، د وخت شرائطو ته د سرټيټۍ او وارخطايۍ په نوم يې څه نه پېژندل بلكي په ترټولو سختو حالاتو كې هم نور مال اوسېده، هغه د كور تر مسترح او رفاه ژوند په جهادي هلو ځلو او اړ ودوړ كې نارامه ژوند خوښاوه او هغه د ډېرو نورو ځانگړو څښتن مشر و.

شهادت يې: لكه چې و مو ويل شهيد ملا أحمدشاه ملنگيار تقبله الله د اسلامي امارت په تشكيلاتو كې څو كاله راسي پرلپسې د ولايتي كمېسيون غړېتوب درلود، د تېر كال شعبان مياشتې په وروستيو كې د شهيد ملا عبدالباسط (سراج) اغاصاحب تقبله الله په ملتيا د پكتيكا ولايت مقام په لارښوونه د هيئتونو په لړ كې د دې ولايت اړوند ډيلي، جانېخېل او خوشامند ولسواليو ته لاړ چې نږدې يوه اونۍ موده كې يې د هيئتۍ وركړل شوې برنامه ترسره كړه.

د بيرته راگرځېدو په مهال د پكتیكا ولایت خوشامند ولسوالۍ د معروف خېلو په كلي د اشغالگر او گوډاگي دښمن د گډې چاپې په ترڅ كې د۱۴۴۰هـ سپوږميز كال روژې مباركي مياشتي پر۲دغه نوميالی مجاهد، د اخلاقو سمبول، د دين او خاوري رښتونی سپاهي، له جهادي مسيره نه اوښتونكی او د سر سپارلې ډلي سرلاری شهيد ملا أحمدشاه ملنگيار تقبله الله د شهيد سراج اغاصاحب او فداءالحق كامران تقبلهماالله سره يوځای د بې پيلوټه الوتكي پر گوزار ولگېد، د شهادت دنگ اعزاز او لوړ مقام ته ورسېد او پر جهادي لاره پر ستړې سا له دمې پرته د الله تعالی لقاء ته لاړل، تقبلهم الله نحسبهم كذالك والله حسيبهم.

شهيد ملا ملنگيار تقبله الله شاته د۵زامنو پر گډون۸ اولادونه، يوه تور سرې او په خپله روحيه سمباله د مجاهدېنو ډلگۍ پرېښوده، د انورشاه په نوم مشر زوی يې دا مهال د دېني لوړو زدكړو وړې دورې محصل دی چې عصري زدكړي يې همa-bپوليټيكل سائنس پوري كړې دي، د محبوب شاه په نوم دوهم زوی يې د عظيم الشان قرآن حافظ او قاري دی چې دا مهال پر ديني زدكړو بوخت دی او فتح الله يې هم ښونځی وايي، اروا يې ښاده او ياد يې تل ژوندی اوسه.

Related posts