ننګرهار کې ګډ وحشیانو ۳ کلیوال شهیدان، ۵ له ځان سره وړي  

ننګرهار کې ګډ وحشیانو ۳ کلیوال شهیدان، ۵ له ځان سره وړي  

تیره شپه وحشي اشغالګرو او د افغانانو په نوم پلورل شوو ټوپکیانو یې د ننګرهار ولایت خوګیاڼیو ولسوالۍ اړوند، ګنګه خیلو په سیمه کې وحشیانه چاپه وهلې. دغه ظالمانه چاپه کې داړونکو ټوپکیانو د اولسي کورونو دروازې په بمونو الوزولې او پراخ لوټمار یې کړی، په دې برسېره یې د سلیم، کلیم الدین او محراب په نوم ۳ اولسي وګړي په شهادت رسولي، او ۵ نور یې د بندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.

15/5/2019

Related posts