جون 20, 2019

پروان ولایت  کې د حافظانو د فراغت په ویاړ پرتمینې غونډې ترسره شوې

پروان ولایت  کې د حافظانو د فراغت په ویاړ پرتمینې غونډې ترسره شوې

د پروان ولایت په سیاه ګرد او شینوارو ولسوالیو کې د حفظ څخه  د طالب العلمانو د فراغت او د فضیلت پګړیو تړلو په ویاړ  لويې شاندارې غونډې وشوې.

په غونډو کې د تعلیم او تربیې او عالي تحصيلاتو کميسیون پرسیمه ییزو مسوولینو سربېره، جیدو علماء کرامو، قومي مخورو، د مدارسو استاذانو، زده کونکو د مساجدو امامانو او عامو ولسي وګړو ګډون کړی وو.

لومړۍ غونډه د سیاه ګرد ولسوالۍ اړوند د دشتک په سیمه کې د تحفیظ القرآن په دارالحفاظ کې ترسره شوه چې (۱۸) تنو حافظانو ته د کامل الحفظ د فضیلت پکړۍ ور پر سر شوې.

په یاده مدرسه کې ۱۵۰ تنه زده کونکي د قرآن کريم په زده کړه بوخت دي چې (۷۰) تنه یې د حفظ  او (۸۰) تنه یې د ناظرې دي.

همداراز دوهمه غونډه د شینوارو ولسوالۍ اړوند د درازګراد په سیمه کې د مفتاح العلوم په مدرسه کې ترسره شوه، د خبر له مخې، په یاده مدرسه کې (۴۸۰) تنه د حفظ، ناظرې او د فنونو په برخه کې په زده کړو بوخت دي چې (۱۲) تنو ته يې د قرآنکریم د حفظ په ویاړه پګړۍ وروتړلې.

همداراز د شینوارو ولسوالۍ اړوند د اشترشهر په سر دره کې دیته ورته د دستاربندۍ بله غونډه د خواجه عباس بابا په مدرسه کې ترسره شوه چې (۱۰) تنو حافظانو ته پکې د فضیلت پکړۍ وتړل شوې.

د غونډو ګډونوالو ته  علماء کرامو علمي ویناوې وکړې او همدارنګه د معارف مسؤلینو  هم  د قرآن کریم د حفظ او زده کړې، د علم د فضیلت او اهمیت په اړوند هر اړخیزې او ګتورې خبرې وکړې.

د معمول له مخې د غونډو په وروستیو  برخو کې فارغانو ته د معتبرو علمي شخصیتونو په لاسونو د فضیلت پکړۍ ور وتړل شوې.

غونډې د قرآن عظیم الشان په  تلاوت سره پیل او د دعا په غوښتلو سره پای ته ورسېدلې.

۲۰۱۹/۵/۸ م

۴/۹/۱۴۴۰ هـ ق

Related posts