دملکي تلفاتو په مخنیوي کې څوک پاته راغلي ؟!

دملکي تلفاتو په مخنیوي کې څوک پاته راغلي ؟!

د مورچل مجلې سرمقاله :
افغانستان د جینوا د ۱۹۴۹ م کال له څلورم کنوانسیون سره په ۱۹۵۴م کال یوځای شوی د دغه کنوانسیون څلورم بند ته په ژمنتیا باید دجنګ ښکېلې غاړې دملکي وګړو ساتنې او ملکي تلفاتو مخنیوي ته خورا پاملرنه وکړي، د امنیت شورا د ۱۰۴۲ پرېکړه لیک په اساس په ۲۰۰۲ میلادي کال ملګرو ملتونو په افغانستان کې د دملکي تلفاتو دمخنیوي او نورو بشري سرغړونو د څارنې په غرض د (یوناما) دفتر پرانیست، که څه هم دغه دفتر په خپل وار وخت په وخت په دې اړه راپورونه خپاره کړي او یایو نیم غږ پورته کوي، خو په هیواد کې روان وضعیت د دې څه په خلاف دی، نه دملکي تلفاتو مخنیوي ته پاملرنه شوې اونه هم په ډېر تأسف سره دملګرو ملتونو دغه راپورونه دبې طرفۍ په اساس بنا دي .
په دې وروستیوکې چې امریکا او دکابل ادارې په ګډه شپنیو عملیاتو ته زور ورکړی، ټوله دنیا یې ویني رسنۍ هم پرې شاهدې دي چې ټول په ټوله پکې ملکي خلک سپین ږیري، ښځې، ماشومان، متعلمین، محصلین، کارګر او بزګر وژني، کورونه، جوماتونه، مکتبونه، بازارونه، مدرسې او کلینیکونه له منځه وړي . ورسره یوځای دملګرو ملتونو ادارې دملکي تلفاتو چیغې پورته کړې، خو د دې په ځای چې عاملین یې په ګوته کړي ، په زغرده یې نومونه واخلي او لکه څنګه یې چې مسؤلیت دی په دې اړه عملي ګامونه پورته کړي º له بده مرغه په یوڅو داسې راپورونو اکتفا کوي چې جوړښت او ترتیب یې هم په حقیقت نه وي بنا شوی .
د” یوناما” د هر کال دهرې ربعې، دوو ربعو او پوره کال راپورونه له ښکاره نیمګړتیاوو ډګ وي . ملکي تلفات چې ډېره برخه یې دبمباریو، شپنیو عملیاتو، د توپونو دړندو انداختونو، او ړندو هوانونو په اثر رامنځته کیږي چې دامریکایانو اوکابل ادارې دعسکرو کار دی ، خو دوی یې دخپل هر راپور په جوړولوکې له پامه غورځوي اوپه ډېره کمه سلنه کې یې راوړي .
په افغانستان کې د جنګ ښکېلې غاړې دوه طرفه دي یو طرف ته ناټو، امریکا او دکابل اداره ده اوبل طرف ته دافغانستان اسلامي امارت دی، مسؤلانه به ووایو له کله نه چې اسلامي امارت دخپلو تشکیلونو او اداري جوړښتونو درامنځته کولو په لړ کې په ۱۴۳۴ هق کال کې د ملکي تلفاتو دمخنیوي اداره رامنځته او په فعالیت ګومارلې خدای شته چې په دې اړه یې کافي کار کړی او ترډېره حده یې کار مثبته نتیجه ورکړې اوپه دې باندې پخپله ملګرو متلونو هم اعتراف کړی ، دتېرې اپرېل دمیاشتې په ۲۵ نېټه دملګرو ملتونو داستازي دفتر ( یوناما) مشر ” تدامیچي یاماموتو” داسلامي امارت دمشرتابه مقام له مرستیال اوپه قطرکې داسلامي امارت دسیاسي دفتر له مسؤل محترم ” ملا عبدالغني برادر” سره وکتل په کتنه کې ښاغلي ” یاماموتو” دملکي تلفاتو په مخنیوي کې داسلامي امارت پرمثبتو هڅو داعتراف ترڅنګ دهغو ستاینه هم وکړه.
په افغانستان کې چې دامریکايي سرتېرو دجنګي جرمونو له څېړنو سره محالفت کیږي او آزادې نړیوالې ادارې امریکاله دې کاره رسماً منع کوي، نو ویلی شو چې دملکي تلفاتو په مخنیوي کې د (یوناما) راپورونه هم دهمداسې یوه فشار په نتیجه کې تیاریږي، خو نه باید چې دملګرو ملتونو اداره د دغسې فشار تر اثر لاندې راشي، بلکې په دې اړه دامینت شورا باید خپل مسؤلیت په مسؤلانه ډول ترسره کړي اوپه افغانستان کې دملکي تلفاتو په مخنیوي کې جدي ګامونه پورته کړي عاملین یې په ګوته او له دغه جنایت څخه يې ژر ترژره وګرځوي .

Related posts