جولای 17, 2019

د (بيعت او اطاعت په اسلام کې) ټولګې ته سرسري کتنه

د (بيعت او اطاعت په اسلام کې) ټولګې ته سرسري کتنه

لیکنه: قاري جبريل

 

قرآنکريم د اسلام دين وروستی اساسي قانون دی، چې په لومړيو کې يې ډېر هغه څه هم رانغاړل چې وروسته کرار کرار د هغه د مادو تر پوره کېدو پوري د همدې مادو په ترڅ کې د خدای پاک له لوري ناروا وګرځول سول، خو له پوره کېدو را وروسته يې ځینې نور داسې نوي څه رامنځته سوه چې په دې اساسي قانون کې يې څرګند او ډاګيز شتون خو نه درلود البته د امت د اجماع او فقهاو د قياس له لارې هغو ته هم د اسلام له اساسي قانون سره د ښکاره او پټو کره تړاونو په مټ هغه احکام ور کړل، او فرامين ورکې پلي سوه چې د اسلام په اساسي قانون کې موجود دي.

د اسلام دغه اساسي قانون او د اعتدال او منځلاريتوب سمبول د بشري ژوند ټول مذهبي، کلتوري، ملي، اداري، ټوليز، انفرادي، مالي، تجاري، جګړه ايز، سياسي، ډيپلوماټيک او سفارتي اړخونه او ور سره د هغو اړوند د لوړو ګټو پر بنسټ ټول اصول او مبادي په تفصيل سره راټولوي.

يو وخت داسې هم و چې ياد اساسي قانون له پوره کېدو وروسته لا هم يواځي په عمل کې شتون درلود او په کتابي بڼه موجود نه و، هغه داسې چې رسول الله مبارک صل الله عليه وسلم ته به وحې راتلله هغه به څو ځانګړو اصحابانو ته د راغلې وحې د ليکلو فرمايل او هغو به په بېلابېلو وختونو کې د اوښ پر هډوکو، د څرمنې په ټوټو او د خورما وني په پاڼو باندې ليکله، خو ترهرڅه زياته پاملرنه دېته وه چې اصحابان راغلې وحیه له زدکړي سره سمه ياده کړي او بيا عمل هم پر وکړي.

همدا لامل و چې کله د لومړي راشد خليفه حضرت صديق اکبر رضي الله عنه د خلافت په يوه غزا کې تر اويا پوري د قرآنکريم نامتو حافظان او قاريان شهيدان سوه، دا اندېښنه را وپارېده چې داسې نه ور سره د اسلام دغه اساسي قانون له منځه لاړ يا لږ تر لږه ورکې نېمګړتيا راشي، نو غوره يې وګڼله په کتابي بڼه هغه رايوځای کړي، خو په لومړيو کې دا وېره وه چې خدای مکړه دا يو داسې کار وي چې د رسول الله مبارک صل الله عليه وسلم په شريعت کې له هغه وروسته راپيدا کړل شي، خو بيا خدای پاک د هغه مبارکه سينه دې کار ته پراخه کړله او قرآنکريم په لومړي ځل په کتابي بڼه رايوځای کړل سو، چې بيا درېيم راشد خليفه حضرت عثمان غني رضي الله عنه نوښتونه پکې راوستل او د عربو په اوه ډوله ژبدود يې چې قرآن کريم پرې نازل شوی څو نسخې و وېشلې.

له قرآنکريم پرته د هغه د لومړۍ شرحي (حديثو) او وروسته ترې د فقهي تدوين هم وسو، ورپسې د هغو د زدکړي لپاره عربي فنون رامنځته سوه او ترې د اسلام تاريخ، د دينونو پرتله، سيرت، تصوف، سياست او… هم را و ايستل سوه چې دا مهال ګڼ شمير کتابونه پرې ليکل سوي دي او لاهم دا لړۍ دوام لري.

د اسلام اساسي قانون د خپل جامعيت او مانعيت په مټ د بيعت او اطاعت له لاري اسلامي ټولنه د تمدن سمبول و ګرځوله او تر څو پېړيو چې يې د همدې اساسي قانون له مخې پرېکړي کولې او دغه قانون ورکې پلی کېده نو هغه يوه متمدنه ټولنه او موږ يو ښيرازه ملت بلل کيدلو، له هغه را وروسته چې پر بيعت او اطاعت ولاړ متمدن اسلامي خلافتونه و نړېدل د اسلام په اساسي قانون د مسلمانانو منګولي سستي او مړې سوې کرار کرار اسلامي ټولنې هم خپل تمدن له لاسه ور کړ چې نن ورځ په نړيواله کچه د محکوميت او د اندېښنې وړ حالت کې دی.

لکه څنګه چې خدای پاک دغه قانون د ۲۵ کلونو په اوږدو کې د پېښو او مصلحتونو سره سم بېلابېل وختونه په تدريج نازل کړی همداسې يې د تشريح لپاره په تدريج وخت په وخت د نويو مصلحتونو په بنسټ ديني عالمان، ظروف او امکانات برابروي ترڅو د ترټولو سختو معضلو د حل و فصل ترڅنګ دا هم وښيي چې د انساني ژوند کومي ستونزي چې رښتيا هم ستونزي وي او په دې ارزي چې دغه قانون پرې وغږېږي د هغو ور کې هروخت حل هم سته، خو هغه چې د ياد قانون پر غږېدو نه ارزي بلکې د کومو نورو موخو پر بنسټ هسي د ستونزې په بڼه را وړاندې کېږي نو قانون پرې د ستونزې په توګه نه غږېږي بلکې بيا يې هماغه اصلي موخې په پام کې نېسي.

ياد اساسي قانون د لوی شمېر کتابونو په ترڅ کې کافي تشريح سوی او لا هم پرې کار کېږي چې د هغو په لړ کې یوه هم د البيعة والطاعة في الاسلام (بيعت او اطاعت په اسلام کې) ټولګه ده، دغه ټولګه چې زيارکښ ديني عالم حافظ مولوي عطاءالحق صاحب لیکلې ده او په پښتو ژبه تازه له چاپه را وتلې لکه چې د هغې له عنوان څخه جوتېږي په خپل ډول کې د موضوع د سر ليکنه ده او مخکې ترې په دې موضوع  ځانګړی بل کتاب نه دی لیکل شوی.

دا د موضوع په ټولو اړخونو پوره کتاب دی او د خپلو دوو برخو(بيعت او اطاعت) په نهه ويشت۲۹ څپرګيو کې د يوې بشپړي موضوع ستر او واړه ټول بندونه راټولوي، مولوي صاحب لکه څنګه چې د خپلي ليکني لپاره د موضوع په ټاکنه کې له ژور اداراک څخه کار أخيستی او د لومړي ځل لپاره يې د بيعت او اطاعت موضوع د ځانګړي کتاب په بڼه رامنځته کړه، همغسي يې ژوره او هر اړخېزه څېړلې هم ده.

بيعت او اطاعت چې په تېر کې د متمدن اسلام تر ټولو مهم رکن، رمز او راز و دغه موضوع له خورا زيات اهميته برخمنه ده، د همدې بيعت او اطاعت په مټ تر پېړيو پېړيو رښتوني اسلامي خلافتونه موجود و، پرې ټول مسلمانان په ځواکمن او غښتلي يووالي او انسجام راټول او ترمنځ يې رښتونې اسلامي ورورولي موجوده وه، ټولي چارې يې خپلواکي او منظمي وې او داسي نور…

که هلته لاړنه سو بلکې نږدې زموږ د وخت او هېواد طالبان را واخلو، نو همدغه بيعت او اطاعت دي چې د هېواد د څو لسيزو او آن پيړيو راوروسته طالبانو د خپل غورځنګ د بنسټ په ډول رامنځته کړل او په مټ يې له هره اړخه پياوړي دي، لږو او د (نه) برابر افرادو يې په همغومره يا ډېرو لږو امکاناتو د ټولي نړۍ زور مات کړ او ور سره يې پرې د يو پوځي او سياسي نه ماتېدونکي ځواک په توګه ځان هم ومانه، نه يواځي افغانان يې پر ځان راټول کړل بلکې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه يې د مسلمانو ولسونو او خوځښتونو پام او زړه راخپل کړ، د خپلواکۍ او استقلال، فداکارۍ او اېثار، خواخوږۍ او انسجام خويې څه مه وايه.

د خپلمنځي يو والي او اداري جوړښت يې دا حال دی چې مشرتابه يې د دوهمې رتبې (د قطر سياسي د فتر) او ملا برادر آخوند په څېر وتلي مشر په ګډون د لوړو ادارو نږدې پنځوست تنه طالب مشران د يو مکتوب په صادرولو په دوه ساعته کې تعيين او ځینې هم ګوښه کړل، چې دا کار فعالو جمهوري، شاهي او…نظامونو ته په بشپړو مساعدو حالاتو کې هم شونی نه دی، په ټوله کې طالبانو د بيعت او اطاعت له لارې خپل روڼ تاريخ پخواني متمدن اسلام ته ور ګرځولی دی.

د البيعةوالطاعة ټولګه چې د موضوع اړوند ډاډبښونکي مالومات وړاندې کوي او د طالبانو او هم ولس د يووالي په لا پياوړتيا کې به ور سره مرسته وکړي د زمان او مکان د غوښتنو له مخي په يوه خورا ښه موکه منځته راغله چې د افغانستان په څېر يو اسلامي خو جګړه ځپلي، د ډلو ټپلو، تعصبونو، قومي تربګنيو او متلاشي کېدو خورا پېچلي پړاو کې پروت هېواد ته د اسلام د اساسي قانون له لورې د ځواکمن او غښتلي يووالي او انسجام يو څرګند او په زړه پوري پيغام دی، همدارنګه د ديموکرات او هم داعشېزم فکر پنځولو فتنو د مخنيوي، د خدای پاک په رسۍ د لاس ټېنګولو او په مټ يې له پرديو افکارو د اغېزمنو ذهنونو د فکري نوښت او ذهن سازۍ لپاره يو بې ساری پرمختګ او د دې ستري معضلې ترټولو غوره حل لاره ده.

لکه و مو ويل د انساني ژوند کومي ستونزې چې په دې ارزي چې د اسلام اساسي قانون پرې وغږېږي د هغو ور کې هروخت حل هم سته…د اسلامي ټولنې او مسلمانو قومونو او قشرونو ترمنځ چې ديموکرات او داعشېزم مفکورو کومي تربګنۍ، تعصبونه او فتنې خورې کړې او د زور او زر په مټ يې ذهنيتونه تحريف کړي رښتياهم ستونزې حسابېږي چې د اسلام د اساسي قانون له مخې يې يواځې له يوه مشر سره په رښتونې اسلامي طريقه د بيعت او بيا د هغه د ټينګ اطاعت له لارې مخنېوی کېږي او همدا د البيعة والطاعة في الاسلام ټولګه يې راښيي، خو خپله ديموکراسي او داعشېزم چې کومي موخې لري همغه موخې يې په پام کې نېولو سره د جهاد، پوهنې او پوهاوي له لارې له منځه ځي چې د اسلام د مقدس دين له لومړنيو بنسټونو بلل کېږي.

له څو لسېزو راسي په هېواد کې را روانو ستونزو اساسي لامل له علم او پوهې څخه زموږ د اولاد او ځوان نسل ليري کيدل او د هغي سالمي روزنې نه شتون دی چې د خپل تهذيب او کلتور په چوکاټ کې ترسره سي، له بل هيڅ باندينې لورې اغيزمن نه وي او د وخت په غوښتنه هم پوره و خېږي، او دا ځکه چې د ديموکراسۍ/ سيکولرۍ ، ناشيونالستۍ، کمونستۍ او…په بڼه د پردي فرهنګ دودېدلو زموږ له وسي پورته زيان را اړولی، د خپل تهذيب او کلتور په قالب کې چې مو د وخت په غوښتنه کومي (عصري) زدکړي د دينې هغو ترڅنګ د نوي نسل اړتيا وه هغه د يو بېل نصاب په بڼه د عصري تعليم په نوم د مدرسو له نصابه و وتلې او په دې سربېره د پردي کلتور او تهذيب جرثوم هم ورسره ګډ سول.

له همدې أمله د نوي نسل په ديني او ملي اقدارو او ارزښتونو پوهولو، د خپل تاريخ اوږده شاليد ته يې پام اړولو، په سالمه روزنه او فکري پوهنه پسوللو او برابرولو سره کولای سو ځانونه، ټولنه او نوی کول له را پيښو ستونزو او شخړو ايله کړو، د بيا لپاره يې ترې و ژغورو او د ستونزو له تسلسل څخه يې وباسو.

په هيوادنيو چارو کې زموږ هغه ځوان قشر چې د مولوي صاحب په څېر د ژور ادراک او شعور څښتنان ول ډېر لږو يې قلم پورته کړ، د زيات شمير يې د وخت شرائطو د وسلې پورته کول ايجاب کړل چې له أمله مو يې د جلا جلا وړتيا و زياتر خلک هم له لاسه ورکړل، نو که د نن ورځي ځوان کول د سبا لپاره د دوی په څېر د پوهي او علم په ګاڼه و پسولل شي ټولني ته به نېکمرغه او ښېرازه راتلونکی ور وبښي.

د يوې داسي مرحلې چې ترې تېرېږو او زموږ د يوروښانه تاريخ جوړونکې نوې راتلونکې مرحلې تر منځ د دارنګه سياسي خورا مهمې موضوع ټولو اړخونو ته د خدای پاک له لوري د دې ټولګې په بڼه د وجود او شتون ظروف او امکانات ور بښل دا ښيي چې تر دې دمه که څه هم بيا بيا به يې اړتيا پېښه سوې وي خو دا مهال تر بل هروخت ورته اړ تيا او ترې لاندې د ټول بشر او په ځانګړې د اسلامي ټولنې لوړ مصالح پراته دي.

الله تعالی دي د مولوي محمد عطاء الحق په څېر نور دېني عالمان او په پوهه مين ځوانان هم له همدې احساس او ولولې څخه برخمند او سرشاره کړي، ترڅو زموږ د ټولنې  پوهنېزه او علمي تشه پرې ډکه وي.

آمين ثم آمين لاأرضی بواحدة  ــــــ حتی يُضَمُّ اليه الف آميناً.

Related posts