جنګي جنایتونه( اپریل)

 جنګي جنایتونه( اپریل)

سید سعید

د ۲۰۱۹ز، کال داپریل دمیاشتې په لومړۍ نیټه  دکندهار ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ  د سرخ بید په سیمه کې  د اشغالګرو په ډرون حمله کې نهه تنه ملکي هیواوال شهیدان او څلور ټپیان شوي دي.

داپریل په لومړۍ نیټه د پکتیا ولایت دڅمکنیو ولسوالۍ په  حکوم زیو سیمه کې دحکومتي عسکرو دهاوان په ډزوکې  اته تنه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

داپریل په لومړني نیټه د پکتیکا ولایت داورګون ولسوالۍ په  پیرکوتي سیمه کې ګډو ځواکونو د ملکي خلکو په کورونو اودوکانونو چاپه وهلې، د کورونو او دوکانونو دروازې یې ماتې کړي، قیمتي شیان یې ځني وړي، څلور کورونه یې ویجاړ کړي او شپږ تنه ملکي هیواوال یې مخامخ ویشتلي او  شهیدان کړي دي.

داپریل په ۲مه اشغالګرو د فاریاب ولایت  دقیصار ولسوالۍپه  شاخ سیمه کې دملکي  خلکو پرکورونو بمبار کړی،په غه بمبارکې یو کور په بشپړه توګه ویجاړ شوی، پنځه تنه ماشومان، دوې ښځې او دوه نارینه شهیدان شوي دي.همداراز  داخلي عسکرو دیادشوي کلي په بازار کې ګڼ دوکانونه لوټ کړي، مبایلونه او قیمتي شیان یې ځني وړي او شپږ تنه کلیوال یې بندیان کړي دي.

داپریل په ۲مه  د غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ باتورو کلي کې  دیرغلګروپه  ډرون بریدکې در ې تنه کلیوال شهیدان شوي دي. همداراز دیادې شوې ولسوالۍ په مټاخان کلي کې دیرغلګرو په بمبارکې  دوه تنه کلیوال  شهیدان شوي دي.

داپریل په ۲مه  د هلمند ولایت دمارجې ولسوالۍ د تازه ګل سیمې په بازار کې د اشغالګرو په  ډرون بریدکې پنځه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.

داپریل په ۲مه د دایکندي  او ازرګان ولایت ترمنځ پر لویه لار باندې یرغلګرو د ملکي خلکو د سپرلۍ  پرموټر  ډرون حمله کړې،چې له امله یې په موټر کې سپاره اته تنه ملکي هیوادوال  شهیدان شوي دي.

داپریل په ۳مه  دهلمند ولایت دموسی کلا ولسوالۍ  په  ښائسته بازار  سیمه کې دیرغلګروپه  ډرون بریدکې دوه کلیوال شهیدان شوي دي.

 داپریل په ۳مه یرغلګرو او حکومتي قواوو د پکتیکا ولایت  دنکې ولسوالۍ په عاشقي کلي کې چاپه وهلې، دکورونو دروازې یې ماتې کړي، دوولس تنه ملکي هیوادوال یې  له خپلو کورونو ایستلي او ټول یې پر سر- سر ویشتلي او شهیدان کړي دي.  د شهیدانو نومونه: ( د کلي ملاامام مولوي عبدالقیوم، حمدالله ، قوي الله ، محمد الله، عبدالله، محمدولي ، پایګل، ظاهرجان ، نسیم، رفیق الله ، ذبیح الله او موسی خان)

داپریل په ۵مه  اشغالګرو او داخلي عسکرو د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ په  ګندمک سیمه کې دچاپې په مهال پنځه تنه لسي وګړي شهیدان کړي  دي.

داپریل په ۵مه یرغلګرو او حکومتي عسکرو دهلمند ولایت دنادعلي ولسوالۍ د تورپله دچهارشنبې مېلي  په سیمه کې چاپه وهلې،خلک یې تهدید کړي، دولسي وګړو موټر یې سوځولي او په اخر کې یې یو ډاکټر( اسد) او یو بل تن شهیدان کړي او دوې میرمنې یې د بندیانو په توګه له ځان سره وړي دي. ددې پیښې په غبرګون کې خلکو پراخ لاریون وکړ او ژر تر ژره یې دښځو دخوشي کیدو غوښتنه وکړه.

داپریل په ۶مه  د میدان وردګو ولایت  د نرخ ولسوالۍ په دادل سیمه کې دحکومتي قواوو په عملیاتو کې پنځه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي او ګڼ کورونه زیانمن شوي دي.

د اپریل په ۷مه  د لوګر ولايت مرکز پل علم په پادخواب شانه سیمه کې اشغالګرو د قومي مشرانو په يوه غونډه  ډرون حمله کړې، په دې حمله کې اووه تنه قومي مشران شهیدان او زخمیان شوي دي.

داپریل په ۷مه دهلمند ولایت دکجکي ولسوالۍ په  زمینداور   سیمه کې د یرغلګرو په ډرون حمله کې درې تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.

داپریل په ۷مه  د خوست ولایت دباک ولسوالۍ سپرکي او شمل خیلو کلیو باندې ګډو ځواکونو  چاپې اچولې او د همدې  کلیو۵۰ تنه عام وګړي یې د بندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.

د  اپریل په ۷مه دبادغیس ولایت د مرغاب ولسوالۍ د جه خوجې په سیمه کې دیرغلګرو په بمبار کې څلور تنه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

داپریل په ۷مه د غور ولایت  د تیوره ولسوالۍ  د پای حصار په سیمه کې داخلي عسکرو یو دیني عالم  ( مولوي محمدنادر ) په خپل کور کې شهید کړی دی..

داپریل په ۸مه  دهلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ  د علي اباد په سیمه کې یرغلګرو دملکي خلکو پر موټر ډرون حمله کړې او څلور تنه ولسي هیواد وال یې پکې شهیدان کړي دي.

د اپریل په ۱۰مه   دارزګان ولایت دمرکز ترینکوټ  دمراباد په سیمه کې دیرغلګرو په ډرون بریدکې دوه تنه کلیوال شهیدان شوي  دي.

داپریل په ۱۱مه د کندهار ولايت دپنجوايي ولسوالۍ په تلوکان سیمه کې  د صفر درې قطعې عسکرو  د سیمه ییز  ښوونځي سرښوونکی محمد ګل په خپل کور کې شهید کړی او پنځه  تنه ولسي وګړي يې بندیان کړي دي.

داپریل په ۱۱مه دفاریاب ولایت دالمار ولسوالۍ په مرکزي  او  نوغیلي سیمه کې دداخلي عسکرو دهاوان په ډزوکې درې ماشومان شهیدان او زخمیان شوي دي.

داپریل په ۱۸مه  د ميدان وردګ ولايت  د نرخ ولسوالۍ په صد مردي دره کې  دګډو ځواکونو په بمبارکې دښځو او ماشومانو په ګډون اته تنه ملکي هیواوال شهیدان شوي دي.

داپریل په ۱۸مه  اشغالګرو او داخلي عسکرو د ننګرهار ولایت دخوګیاڼیو او شیرزادو ولسوالۍ په  بلل خیلو سیمه کې پنځه تنه ولسي وګړي شهیدان کړي، دوه کورونه یې وران کړي او ګڼ دوکانونه یې لوټ کړي دي.

داپریل په ۲۰مه  اشغالګرو د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ په  مورګۍ سیمه کې دوه ملکي وګړی شهیدان کړي او یو بل تن یې ټپي کړی دی.

داپریل په ۲۱مه  دهلمند ولایت دمارجې ولسوالۍ  د تعمیراتو د چارراهي په سیمه کې دیرغلګرو په بمبار کې درې ماشومان شهیدان شوي دي.

د اپریل په ۲۱مه  دفراه ولایت دمرکز  او پشتکوه ولسوالۍ ترمنځ د  دورجو  په سیمه کې  دیرغلګرو  په ډرون  حمله کې په سیمه کې د دیني مدرسې استاذ مولوي عبدالجلیل او دوه شاګردان یې شهیدان شوي دي.

داپریل په ۲۱مه  اشغالګرو د غزني ولایت د شلګر ولسوالۍ په  علیزو کلي کې بمبار کړی، په دغه بمبا ر کې دولسي وګړي( فدامحمد اکا) کور ویجاړ شوی، نوموړی او یو بل تن پکې شهیدان شوي دي.

د اپریل په ۲۱مه  د غزني ولایت دګیلان ولسوالۍ په مقرب کلي کې ګډو ځواکونو دچاپې په مهال  د کلي ملا امام شهید کړی اوکلیوال یې بندیان کړي دي.

داپریل په ۲۱مه  د پکتيکا ولايت د سروضې ولسوالۍ په مارزکو کلي کې دیرغلګرو او داخلي عسکرو په چاپه کې اووه تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي دي.

داپریل په ۲۳مه  اشغالګرو او داخلي عسکرو د ننګرهار ولایت دحصارک ولسوالۍ په حسن کڅ  سیمه کې دچاپې په مهال  د کلي ملا امام او یو بل کلیوال شهیدان کړي دي.

داپریل په ۲۵مه  دفراه ولایت د خاکسفید ولسوالۍ  د چوڼۍ قلعه په سیمه کې  یرغلګرو دملکي خلکو د سپرلۍ پر  یوموټر  برید کړی، په دغه بریدکې درې تنه ولسي وګړی شهیدان شوي دي.

داپریل په ۲۶مه  د پروان ولايت مرکز ته څېرمه خلازیو سیمه کې یرغلګرو او داخلي عسکرو دچاپې په مهال اووه تنه ملکي هیوادوال  شهیدان کړي او خلکو ته یې مالي تاوانونه رسولي دي.

داپریل په ۲۷مه  د اشغالګرو  د غزني ولایت د شلګرولسوالۍ په کمال خیلو سیمه کې په یو شخصي موټر بمبار کړی،  د رفیع الله او نجیب الله په نوم ملکي وګړي پکې شهیدان شوي دي.

د اپریل په ۲۷مه  د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په  امروت کلي کې ګډو ځواکونو دچاپې په مهال څلور تنه ولسي وګړي شهیدان کړي او خلکو ته یې مالي تاوانونه اړولي دي.

داپریل په ۲۷مه  په خوست ولايت کې د ضربتيانو په نامه عسکرو چې د امريکايي یرغلګرو ځانګړی ملاتړ له ځانه سره لري يو  ملکي وګړی ( امیر بادشاه)  دوې اونۍ بندي کړی  او بیا یې په چاقوګانو وهلی او  په شکنجو کې شهید کړی دی.

داپریل په ۲۷مه  د پکتیکا ولایت دبرمل ولسوالۍ لمن بازار سره نژدې سیمه کې اشغالګرو او حکومتي ځواکونو دولسي وګړو پرکورونو چاپې وهلې،د ملکي وګړو اته کورونه یې په بمونو الوزولي، لس  تنه ملکي هیوادوال یې شهیدان کړي او دوه تنه یې بنیدیان کړي دي. دشهیدانو نومونه:(محسود خان، مولوي شمال،عبدالولی، محمدرسول،نجیب خان، محمد علی،جلندر ،  شیرباد خان،روزی خان اونور محمد).

د اپریل په ۲۷مه  د فراه ولایت دبکوا ولسوالۍ د عبدالودود بازار  په سیمه  کې یرغلګرو او داخلي عسکرو چاپه وهلې، ځني دوکانونه یې لوټ کړي او  ګڼ نور  دوکانونه او د ولسي وګړو موټر یې سوځولي دي.

په یاد شوي بازار کې ملکي هیواوالو ته داوښتي زیان لومړني لیست کې لاندې ارقام وړاندې شوي دي:

(محمد رحیم  یو لوکسل موټر ( ۴۵۰۰۰۰ )  افغانۍ،محمد صابر یو دوکان ( ۲۰۰۰۰۰) افغانۍ،امین الله  یو  دوکان   (۵۰۰۰۰۰ ) افغانۍ،حبیب الرحمن یو غټ  ټریبو موټر ( ۴۰۰۰۰۰۰)  افغانۍ،عبدالحلیم  یو ترېشل  ( ۲۱۲۰۰۰)  افغانۍ،عبدالرشید  یو غټ کاماز موټر  ( ۱۵۰۰۰۰۰)  افغانۍ،خدایداد  یو  خاور موټر (۴۰۰۰۰۰) افغانۍ،شیراغا  یو کاماز بار  ( ۲۰۰۰۰۰۰) افغانۍ،نور احمد یو دوکان  (۱۰۶۰۰۰)  افغانۍ،عصمت الله   یو موټر ، یو دوکان  ( ۵۳۰۰۰۰) افغانۍ،معتصم  یو دوکان  (۲۰۰۰۰۰) افغانۍ،اخندزاده  یو دوکان (۲۶۰۰۰۰)  افغانۍ،عصمت الله   یو دکان ( ۱۰۰۰۰۰) افغانۍ،عبدالباري  دوکان (۲۰۰۰۰)  افغانۍ،حاجي عبیدالله  یو دوکان ( ۶۰۰۰۰۰) افغانۍ،عبدالرحمن  یو دوکان  ( ۵۳۰۰۰۰ ) افغانۍ،قاري صاحب  یو دوکان ( ۱۰۰۰۰) افغانۍ اواسدالله  یو دکان  ( ۷۹۵۰۰۰)  افغانۍ).

داپریل په ۲۸مه اشغالګرو او داخلي عسکرو د لوګر ولایت  دمحمداغې ولسوالۍ په  برګ کلي چاپه وهلې، د کورونو دروازې یې په بمونو الوزولې،پنځه ماشومان او یوسړی یې په سپیو داړلي او زخمیان کړي او درې تنه کلیوال یې بندیان کړي دي.

داپریرل په ۲۸مه د بادغیس ولایت د آب کمري ولسوالۍ  مرکز ته څیرمه  دطالبانو او حکومتي قواوو ترمنځ ترنښتې وروسته دحکومتي ځواکونو په بمبارکې پنځه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.

داپریل په ۲۸مه د فاریاب ولایت  په  خواجه موسی ولسوالۍ کې  داخلي عسکرو یو ملکي وګړی شهید او بل تن ټپي کړی او په سیمه کې یې د حضرت عبد الله ابن عمر (رضی الله تعالی عنه) دارالحفاظ بمبار او تخریب کړی چې له امله یې دمدرسې تاسیسات، کتابونه او نور لوازمات له منځه تللي دي.

داپریل په ۲۹مه  د نورستان ولایت د وانت وایګل ولسوالۍ مرکز ته څېرمه دداخلي عسکرو دهاوان په ډزوکې یو ماشوم شهید او یوه میرمن ټپي شوې ده.

داپریل په ۲۹مه  د ننګرهار ولایت دخوګیاڼو ولسوالۍ په زاوي سیمه کې یرغلګرو او حکومتي عسکرو دچاپې په مهال اووه تنه ملکي وګړي ( یارګل، قادر، سیف الله، حنیف الله، صبور، شکور او غفور) شهیدان کړي او دوې میرمنې یې ټپي کړي دي.

داپریل په ۳۰مه  د غزني ولایت د زنخان ولسوالۍ په راحت خیلو بازارباندې ګډو ځواکونو چاپه وهلې، د۲۳۰ دکانونودروازې یې ماتي کړې، قیمتي مالونه او نغدې پیسې یې لوټ کړې او د سیمې خلکو ته یې د ملیونونو افغانیو معادل زیان اړولی دی.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،خبریال ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]

Related posts