د سولې لار کومه ده؟

د سولې لار کومه ده؟

د اونۍ تبصره:
امریکایي چارواکي اعتراف لري چې د افغانستان په جګړه کې ستړي شوي دي او نور د هغو ځاني او مالي تلفاتو د زغملو توان نلري چې په دې ستومانوونکي جګړه کې یې له تیرو اتلسو کلونو راهیسې ورکوي. بل اړخ زموږ اولس چې اشغالګرو ورباندې جګړه تحمیل کړې ده،د یوه آزاد، اسلامي، خپلواک او سوله ییز افغانستان درلودل یې ستر ارمان دی. نو د سولې دې مشترک ارمان ته د رسیدو لاره کومه ده؟ راځئ د عقل، منطق او عیني واقعیتونو په رڼا کې دې هدف ته د رسیدو لار وارزوو.
په دې کې شک نشته چې د افغانستان د روانې جګړې عامل بهرنی اشغال دی، له کومې ورځې چې د امریکا په مشرۍ بهرنیو قواوو زموږ په هیواد یرغل وکړ په مقابل کې یې زموږ د اولس لخوا جهاد پیل شو. په دې اساس اشغال او جګړه د علت او معلول په شان د طبعي تلازم په تار سره تړلي دي چې تر منځ یې بله هیڅ توجیه او خبره نه ځاییږي. نو بناء د جګړې د پای ته رسیدو او سولې د راتلو لپاره لومړنی او اساسي شرط د جګړې د علت (اشغال) خنثی کول دي. ځکه که علت ( اشغال) موجود وي او موږ د جګړې د ختمولو تلاش کوو، نو دغه تلاش مو عقلا بې ځایه او حتی د( علت او معلول) د طبعي قوانینو پر خلاف دی.
که د عقلي قیاس او طبعي قانون نه علاوه تاریخ ته سر ورښکاره کړو، نو افغانستان چې د تاریخ په اوږدو کې د یرغلګرو معبر او د امپراطوریو ګورستان پاته شوی، تاریخ یې دا خبره ثابتوي چې په دې هیواد کې د اشغالګرو په شتون کې کله هم سوله نه ده راغلې. تاریخ وایي: په دې خاوره چې اشغالګر موجود وو نو په وړاندې یې مسلح جهاد هم روان وو. نو بناء د اشغال او سولې یو ځای کیدل یو داسې پوچ خیال دی لکه د اور او اوبو یو ځای کیدل چې اصلا امکان نلري.
لوړو انکار ناپذیرو مقدماتو ته په پام سره نتیجه دا راوځي چې د سولې د راتګ لپاره د اشغال خاتمه حتمي شرط دی. کله چې اشغال پای ته ورسید او دجګړې بهرنی عامل غوڅ شو. بیا نو افغانانو په خاص ډول سیاسي قشر ته په کار ده چې له تاریخي تجربو په عبرت اخیستلو د یو بل په وړاندې د نرمۍ، صمیمیت او درګذر له چلند څخه کار واخلي. د اولس مشترک ارمان ( اسلامي سوله ییز نظام) ته د رسیدو لپاره ټول یو بل ته لاس ورکړي.
د افغانستان اسلامي امارت د خپل مؤمن او کړیدلي اولس دې ارمان ته د زړه له تله ژمنتیا لري. اسلامي امارت په دې برخه کې د واقع بینانه او مؤثرو اقداماتو په لړ کې د امریکا له متحده آیالاتو سره د اشغال د خاتمې په مقصد مذاکرات پیل کړي چې شپږم پړاو یې همدا اوس تازه د قطر په پلازمینه دوحه کې پیل شوی دی. زموږ ملت او ټولو د سولې ارمانجنو ته په کار دي چې د اشغال د خاتمې او سوله ییز افغانستان لپاره د اسلامي امارت له داعیې ملاتړ وکړي او په کلکه یې تر شا ودریږي. ځکه د سولې پر خوا تللې لار یوازې همدا ده.

Related posts