د افغانستان لپاره د المان ځانګړي استازي د اسلامي امارت له سیاسي مرستیال سره وکتل

د افغانستان لپاره د المان ځانګړي استازي د اسلامي امارت له سیاسي مرستیال سره وکتل

د افغانستان لپاره د آلمان هېواد ځانګړي استازي مارکس پوتزیل او ورسره لوړپوړي دپلوماتیک هیئت یې، د اسلامي امارت د سیاسي چارو له مرستیال او د سیاسي دفتر رئیس محترم ملا عبدالغني برادر او ورسره هیئت سره یې وکتل.
دغه کتنه تیره ورځ د قطر هېواد مرکز دوحه کې ترسره شوه.
په لیدنه او کتنه کې د افغانستان د مسئلې په سوله ایز حل، له امریکایانو سره په روانو مذاکراتو او د ملکي تلفاتو د مخنیوي په هکله یو له بل سره نظریات شریک شول.
دواړو خواوو په دې ټینګار وکړ چې په هیواد کې سوله د افغانستان، سیمې او نړۍ په ګټه ده او د افغانستان د مسئلې حل لپاره باید له موجوده فرصتونو څخه استفاده وشي. همدارنګه د المان هیواد خاص استازي د سولې په برخه کې د خپل هیواد د مرستې او مثبت رول لوبولو اطمئنان ورکړ.
محمد سهیل شاهین
د اسلامي امارت د سیاسی دفتر ویاند
۱۴۴۰/۸/۲۷هـ ق
۱۳۹۸/۲/۱۲هـ ش ــ 2019/5/2م

Related posts