جولای 17, 2019

 ملکي تلفات یوازې په اعلامیو نه کنترولیږي

 ملکي تلفات یوازې په اعلامیو نه کنترولیږي

د اونۍ تبصره:

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر ( یوناما) د روان میلادي کال په لومړنیو دریو میاشتو کې د ملکي تلفاتو په اړه راپور نشر کړی چې په کې د روانې جګړې د ملکي زیانونو ارقام او د تلفاتو عاملین یاد شوي دي. په داسې حال کې چې زموږ په اولس له هوا څخه اورونه اوري، سلامت کلي په درنو بمبارونو کې له منځه ځي. په شپنیو عملیاتو کې د امریکایي او داخلي عسکرو لخوا مکملې کورنۍ تباه کیږي، ځوانان، ښځې، ماشومان او سپین ږیري په قصدي ډول چارماري کیږي، کورونه یې لوټ کیږي او حتی د مقدساتو سپکاوی یې کیږي. خو د اشغالګرو لخوا د روان وحشت او ظلم د دې تورتم په وړاندې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر ( یوناما) کار یوازې دا دی چې د دې وحشت ورځني ارقام یاداشت کړي. میاشت په میاشت یې سره جمع کړي او بیا ترې د دریو میاشتو یا کال له پوره کیدو وروسته یو راپور جوړ کړي.
د ملکي تلفاتو ورځني ارقام نوټ کول او د فصل یا کال له پوره کیدو سره د ورځنیو ارقامو جمع کول او اعلانول یو داسې ساده او معمولي کار دی چې حتی یو کس یې هم کولای شي. د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان چې په نړۍ کې یو له معتبرو او پراخو سازمانونو ګڼل کیږي، لومړنی شعار یې د بشريت د اساسي حقوقو ساتنه او په جګړو کې د بې دفاع وګړو له مرګ ژوبلې مخنیوی دی.
معلومه خبره ده چې د بشري حقوقو تحفظ او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلو مخنیوی یوازې د ارقامو په اعلان او د اعلامیو په صادرولو باندې نه کیږي. بلکې واقعي، عملي او مخلصانه اقداماتو ته ضرورت لري. موږ پوهیږو چې د ملګرو ملتونو د سازمان د کلنۍ بودیجې یوه لویه برخه د امریکا د متحده آیالاتو له خوا تامینیږي. که دغه بودیجه د کومې پټې موافقې له مخې دې سازمان ته د حق السکوت په حیث نه ورکول کیږي، نو بیا خو لازمه ده چې د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان له خپلو پراخو حقوقي او اجرایوي واکونو په استفاده په افغان اولس د روان ظلم او زیاتي مخنیوی وکړي.
د یوناما چارواکي باید د افغانستان په هغو سیمو کې د ترسره شویو جنګي جنایاتو په اړه پلټنه وکړي چې روزانه د امریکایي بمبارونو او چاپو شاهدې دي. دغه سیمې ډیرې لرې هم نه دي. بلکې د یوناما د مرکزي دفتر( کابل) څخه په لږه فاصله کې د لوګر، ننګرهار، میدان وردګ، پکتیا او غزني په کلیوالو سیمو کې شپه ورځ دغسې جنایات ترسره کیږي. په ډرون بریدونو کې عام خلک په نښه کیږي. دعامو خلکو په کورونو، جوماتونو او موټرو بمبارونه کیږي. یوناما باید د شپنیو عملیاتو په اړه تحقیقات وکړي چې دا عملیات د چا لخوا د کومو اصولو له مخې ترسره کیږي؟ په دې عملیاتو کې څه پیښیږي؟ په اولس څومره ظلم ترسره کیږي؟ قربانیان یې څوک دي؟ او تر اوسه یې افغان اولس ته تر کومې کچې ځاني تلفات، مالي زیانونه او اروایي امراض پیښ کړي دي.
د افغانستان اسلامي امارت د اشغالګرو او د هغوی د ګوډاګیانو لخوا روان وحشتونه د خپل ډول بي ساري جنګي جنایات ګڼي. د روانو وحشیانه کړنو، قتلونو او تخریبي اعمالو په وړاندې د رسنیو، سیاسي جوړښتونو او د بشري حقوقو دسازمانونو چوپتیا او نیمګړی عکس العمل یو بل داسې ناوړه چاره ده چې په هیڅ قانون نه شي توجیه کیدلای. د اشغالګرو لخوا د افغانستان په کلیوالو سیمو کې د وحشتونو دمخنیوي لپاره عملي اقداماتو ته اړتیا ده ځکه د انسانانو ژوند یوازې د کاغذي اعلامیو په خپرولو سره نه شي خوندي کیدلای.

Related posts