په هیواد کې د سیلاب ځپلو سره د مرستو په اړه د اسلامي امارت د مؤسسو او شرکتونو د کنترول او تنظیم کمیسیون اعلامیه

په هیواد کې د سیلاب ځپلو سره د مرستو په اړه د اسلامي امارت د مؤسسو او شرکتونو د کنترول او تنظیم کمیسیون اعلامیه

په ډیره خواشینۍ سره مو راپورونه تر لاسه کړل چې یو ځل بیا د هیواد په ګڼو ولایتونو کې د اورښتونو له امله سیلابونه راوتلي چې د ډيرو هیوادوالو د زیان او تلف کیدو سبب شوي دي.
په سیلابونو کې تلف شوو هیوادوالوته د فردوس جنت غوښتنه کوو، ټپيانو ته عاجله شفا غواړو او له کورنیو سره يې ژوره غمرازي ښیو، له الله تعالی څخه ورته د نعم البدل او جمیل صبر هیله لرو.
په ټول هیواد کې په مجاهدینو، عام اولس، تجارانو، خیریه بنسټونو، مؤسساتو او بشري نهادونو غږ کوو چې له سیلاب ځپلو سره خپلې هيڅ راز مرستې ونه سپموي.
په هرځای کې نیږدې سیلاب ځپلوته ځانونه ورسوئ، د نجات لپاره يې لاس په کار شي، په ځان او مال يې مرسته وکړي، او د ویجاړوشوو کورونو او کښتونو په تلافي کولو کې خپل هیوادوال هیر نه کړي.
د اسلامي امارت د مؤسسو او شرکتونو د کنترول او تنظیم کمیسیون په ځانګړي ډول له خیریه بنسټونو او مؤسسو څخه په تاکید سره غواړي چې په ټولو ولایتونو کې سیلاب ځپلوته د عاجلو مرستو او سرپنا رسولو لپاره خپل بشري مسؤلیت ادای کړي، مؤسساتو لخوا د کومکونو د رسولو په کار کې د اسلامي امارت د مؤسسو او شرکتونو د کنترول او تنظیم کمیسیون هم په امنیت او نورو لازمو برخو کې ورسره بشپړه هکار ي کوي. ان شاءالله تعالی
د مؤسسو او شرکتونو د کتنرول او تنظیم کمیسیون
۱۲/۸/۱۴۴۰هـ ق
۲۸/۱/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/4/17م

Related posts